کورپاڼه / بېلا بېل / له زوم سره دوکه، ناوې هم لاړه او پېسې هم لاړې
زوم

له زوم سره دوکه، ناوې هم لاړه او پېسې هم لاړې

په پاکستان کې له يو زوم سره دوکه وشوه، هغه بېچاره چې د واده لپاره د جنج سره په ناوې پسې لاړ، خو دوکه ورسره وشوه، نه يوازې دا چې ناوې يې لاسته رانه وړه، بلکې پېسې يې هم له لاسه لاړې.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان په مظفر ګړ کې يو هلک سره د واده په نوم دوکه وشوه، چې د ناوې تر څنګ ترې پېسې هم لاړې او زوم د دې پر ځاى چې کور ته ناوې بوځي، پوليسو ته لاړ.

د مظفر ګړ په دين پور سيمه کې اوسېدونکى الله بچايا پوليسو ته ويلي دي، چې د خادم حسېن په نوم يو کس د هغه رشته له يوې نجلۍ سره کړې وه، چې دواړه کورنۍ واده ته راضي شوې وې.

الله بچايا وايي، چې د واده لپاره يې نېټه ټاکلې وه او هغه د خپلو خپلوانو او دوستانو سره په ګډه په جنج په ناوې پسې لاړ، خو له هغه سره دوکه وشوه.

دغه زوم پوليسو ته ويلي دي، چې کله چې دوى د ناوې کور ته ورورسېدل، نو خادم حسېن ترې ٣٠ زره روپۍ واخيستې او ورته يې وويل چې هغه ځي تر څو د نکاح لپاره ملا راولي، خو وايي چې څو ساعتونه تېر شو او خادم حسېن راښکاره نه شو، چې وروسته دوى ته معلومات وشو، په کور کې هېڅوک نشته دى او ټول تللي دي.

له زوم سره تر دوکې وروسته هغه نېغ د پوليسو حوزې ته لاړ او پوليسو ته يې وويل، چې يا هم ورته ناوې پېدا کړي او يا دې هم ورته خپلې پېسې بېرته راپېدا کړي.

پوليسو بيا ويلي دي، چې د الله بچايا عريضه يې ليکلې ده او د خادم حسېن او د ناوې لټون يې پيل کړى دى، چې ډېر ژر به يې پېدا کړي.

د يادولو وړ ده چې په پاکستان کې دا لومړنۍ پېښه نه ده چې د واده په نوم له ځوانانو سره دوکې کېږي، بلکې تر دې مخکې هم له ډېرو ځوانانو سره همداسې دوکې شوې دي، چې هم يې پېسې له لاسه وتلې دي او هم يې ناوې نه ده ترلاسه کړې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …