کورپاڼه / هنر او کلتور / پريانکا چوپړه په انسټاګرام د يو پوسټ په بدل کې ٢٨٩ زره ډالر اخلي
پريانکا چوپړه

پريانکا چوپړه په انسټاګرام د يو پوسټ په بدل کې ٢٨٩ زره ډالر اخلي

د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده پريانکا چوپړه يو له هغه فلمي ستورو څخه ده، چې د انسټاګرام په پوسټونو هم بې کچه ډېرې پېسې ګټي.

د هوپر اېچ کيو وېبپاڼه په خپل تازه راپور کې ليکي، چې پريانکا چوپړه د هندي سينما هغه يوازينۍ هنرمنده ده چې په انسټاګرام ډېرې پېسې ګټي.

هغه د انسټاګرام په هغه نوملړ کې راغلې ده، چې د نړيوالو هنرمندانو د انسټاګرام د پېسو کچه پکې ښودل شوې ده. نوموړې په دغه ليسټ کې په ٢٦م مقام کې راغلې ده.

پريانکا چوپړه په انسټاګرام تر ٤ ميليونو زياتو کسانو تعقيب کړې ده او د هغې د مينه والو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

په دغه نوملړ کې بيا هالي ووډ فلمونو مشهور هنرمند ډواين جانسن په لومړي مقام کې دى، هغه د خپل يو انسټاګرام پوسټ په بدل کې له يو ميليون ډالرو څخه زياتې اخلي.

هغه په انسټاګرام کې له ١٨٧ ميليونو څخه زيات تعقيبوونکي لري، چې ورځ تر بلې يې د مينه شمېر ډېرېږي، د انسټاګرام د پوسټونو په بدل کې د پېسو ګټلو په برخه کې هغه د تېر کال په پرتله ١٥ سلنه دومره ډېروالى راغلى دى.

کايلي جونز او کرسټيانو رونالډو هم يو له هغه مشهورو کسانو څخه دي، چې په انسټاګرام ډېرې پېسې ګټي، خو سږکال دا دواړه ډواين جانسن تر شا پرېښي دي.

په دغه کسانو کې بيا د هند له لوري د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي نوم هم راغلى دى، د هغه په اړه ويل شوي دي چې هغه د خپل يو انسټاګرام پوسټ په بدل کې ٢٩٦ زره امريکايي ډالر ترلاسه کوي.

نک جونز او پريانکا چوپړه

پريانکا چوپړه د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده ده، د دې تر څنګ هغه په هالي ووډ کې هم کار کوي او هلته يې هم ډېر مينه وال پېدا کړي دي. نوموړې څو کلونه مخکې د مشهور امريکايي سندرغاړي نک جونز سره واده وکړ، چې تر ډېره يې واده د رسنيو سرټکى ګرځېدلى و.

پريانکا چوپړه د نړۍ په سلو اغېزناکو ښځو کې هم شامله ده او همدا راز د هند ستره دولتي جايزه پدم شري چې هنرمندانو ته ورکول کېږي، هغه يې هم ترلاسه کړې ده.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …