کورپاڼه / بېلا بېل / کورونا؛ د واده پر پروګرامونو د بندېز پر ضد پېغلو احتجاج کړى
ناويانې ١

کورونا؛ د واده پر پروګرامونو د بندېز پر ضد پېغلو احتجاج کړى

د ٢٠١٩ کال د دسمبر مياشتې راهيسې کورونا سر راښکاره کړ او اوس په ټوله نړۍ کې خپره شوې ده، له دې امله چې يو لوري ته په هر هېواد کې د ژوند نورې چارې زيانمنې شوې دي، نو بل لوري ته په ډېرى هېوادونو کې بيا د ودونو پر پروګرامونو هم بندېزونه لګېدلي دي.

که څه هم په ډېرى هېوادونو کې د ودونو اجازه ورکړل شوې ده، خو په دې شرط چې ډېر لږ خلک به پکې ګډون کوي او لوى پروګرام به نه ترسره کوي، خو اوس په ايټاليه کې د حکومت د دې پرېکړې پر ضد پېغلو يا ناويانو احتجاج کړى دى.

ناويانې ٢

له تېرو درې مياشتو راهيسې په ايټاليه کې ډېر شمېر پېغلې په دې تمه ناستې دي چې ودونه يې په لويو پروګرامونو کې وشي تر څو ډېر خلک پکې ګډون وکړي، خو حکومت په ودونو کې ډېرو خلکو ته اجازه نه ده ورکړې، له همدې امله يو شمېر پېغلې چې د واده په تمه ناستې دې، د ناويانو په جوړو کې يې احتجاج کړى دى.

د اې ايف پي خبري اژانس د راپور په وېنا، د ايټاليې په روم ښار کې د واده په تمه ناستې ١٥ پېغلو د واده جوړې په تن کړې وې او د ناويانو په ډول يې د حکومت د دې کړنې پر ضد احتجاج وکړ.

د ناويانو په لاسونو کې ځينې کاغذونه و چې د ودونو د اجازې ترلاسه کولو شعارونه يې پرې ليکلي و او همدا راز حکومت ته يې ليکلي و چې زموږ ودونه دې تباه کړل.

په ايټاليه کې د مارچ له پيل څخه پر لويو ودونو بندېز دى، خو د مۍ په مياشت کې حکومت اجازه ورکړه چې د واده هلک او ناوې تر څنګ په واده کې دوه نور کسان ګډون کولاى شي او په دې توګه دې خلک واده وکړي، خو د دغه ځاى پېغلې بيا د حکومت په دې اجازه سختې غصه دي.

ناويانې ٣

دغه ناويانو د ايټاليې د پارلمان مخې ته احتجاج وکړ او غوښتنه يې وکړه چې په لويه کچه دې د واده د ترسره کولو اجازه ورکړل شي.

د يادولو وړ ده چې ايټاليه يو له هغه هېوادونو څخه دى، چې هر کال ډېرى خلک د ودونو لپاره ورځي، د ډېر شمېر شتمن خلک هڅه کوي چې د واده پروګرامونه په ايټاليه کې جوړ کړي.

دا هم ولولئ

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟ د …