کورپاڼه / کرکټ / د کرکټ بورډ د اجراييوي رييس او منابع بشري مدير ترمنځ شخړه شوې
نثار اميري او لطف الله ستانکزى

د کرکټ بورډ د اجراييوي رييس او منابع بشري مدير ترمنځ شخړه شوې

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي او د بشري منابعو مدير نثار اميري پرون په کرکټ بورډ کې شخړه کړې ده.

د خپلواک وېبپاڼې د معلوماتو پر اساس، د لطف الله ستانکزي او نثار اميري ترمنځ دا لانجه د کرکټ بورډ د چارو د روڼوالي په سر راغلې ده.

د کرکټ بورډ يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې د اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي او د منابع بشري منيجر نثار اميري ترمنځ دا لفظي شخړه سهار مهال رامنځته شوې ده، چې پکې دواړو د يو بل له منلو څخه هم انکار کړى دى.

هغه وايي، اجراييوي رييس د دغه شخړې پر مهال د منابع بشري منيجر ته وويل، چې ته نور د کرکټ بورډ د منابع بشري منېجر نه يې، چې په ځواب کې يې ورته نثار اميري وويل، چې زه تا بېخي د کرکټ بورډ د اجراييوي رييس په توګه نه منم.

له دې شخړې وروسته د کرکټ بورډ مشر فرهان يوسفزي، لطف الله ستانکزي او نورو ترمنځ ناسته هم شوې ده، خو زموږ سرچينې وايي، چې په کرکټ بورډ کې ورځ تر بلې حالات د واک پر سر خرابۍ ته روان دي.

دغه سرچينو وويل، چې لطف الله ستانکزى غواړي، تر څو هر څه انحصار کړي، خو بل لوري ته ځينې منيجران بيا په دې هڅه کې دي چې د کرکټ بورډ اصول پلي کړي او همدا هغه چاره ده، چې په کرکټ بورډ کې يې د کار پر ځاى سياست ته مخه کړې ده.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو پخواني منېجر ابراهيم مومند هم په دې اړه يو پوسټ کړى دى، هغه د کرکټ بورډ د يوې غونډې عکس خپور کړى دى او ليکلي يې دي چې د اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي او منابع بشري مشر نثار اميري ترمنځ د شخړې وروسته بېړنۍ غونډه روانه ده.

نثار اميري هغه څوک دى چې د کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي له لوري مقرر شوى دى، چې له دې وروستۍ پېښې څخه په واضحه توګه څرګندېږي، چې په کرکټ بورډ کې فرهان يوسفزى او لطف الله ستانکزى سره د واک په سر کېوتي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …