کورپاڼه / کرکټ / ضيا الحق امرخېل: خوشحاله يم چې د کرکټ بورډ مشرانو غوره ګامونه پورته کړي
ضيا الحق امرخېل

ضيا الحق امرخېل: خوشحاله يم چې د کرکټ بورډ مشرانو غوره ګامونه پورته کړي

د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو په ناسته کې په پارلماني چارو کې د دولت وزير او د کرکټ بورډ غړي ضيا الحق امرخېل ويلي دي، چې هغه خوشحاله دى چې د کرکټ بورډ مشرتابه د کرکټ د پرمختګ لپاره غوره ګامونه پورته کړي دي.

تېره ورځ په افغانستان کرکټ بورډ کې د بورډ غړو ناسته ترسره شوه، چې د تېرې مياشتينۍ غونډې د مواردو پر تعقيب، د نوو پلانونو او پرېکړو په اړه ټول معلومات پکې شريک شو.

د افغانستان کرکټ بورډ په وېنا، په دغه ناسته کې لاندې مواردو باندې بحث وشو:

د تېرې میاشتنې ناستې په تعقیب سره د ادارې لپاره د سټراټېژیک یا اوږدمهاله پلان د جوړېدو بحث مطرح شو چې دغه پرېکړه د کرکټ له نړیوالې شورا سره هم شریکه شوې او د یادې شورا هوکړه هم پکې اخیستل شوې چې د بورډ د ټولو غړو د پرېکړې پر بنسټ د دغې چارې لپاره باید یو په کار پوه کس استخدام شي، ترڅو د ادارې لپاره یو اوږدمهاله پلان او مسیر موجود واوسي او ادارې مشرتابه په ادلون او بدلون سره په موخو او تګلاره کې کوم بدلون رانشي او پر بنسټ یې یوازې د کرکټ پرمختیا ته کار وشي.

په تدریج سره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې زونونو ته خپلواکه بڼه ورکول او اداره به دغه کار ګام په ګام ترسره کړي، ترڅو د زونونو د پرمختګ لپاره هم غوره ګامونه پورته شي.

د کرکټ بورډ د غړو ناسته

همدارنګه د بورډ محترمو غړو ته د تېرو شپږو میاشتو مالي راپور هم وړاندې شو چې پر بنسټ یې له پلان سره سم د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې په اوسط ډول سره ۷۴ سلنه بودیجه په ښه توګه لګول شوې ده او دغه راز ۹۰ سلنه عواید ترلاسه شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر بنسټ لیک یا اساسنامه او تشکیل (جوړښت) هم د بورډ د محترمو غړو له لوري د نظرونو تبادله وشوه چې د لا ډېر ښه والي لپاره یې سپارښتنې او نظرونه شریک شول چې له نهايي کېدو وروسته به په راتلونکې میاشتنۍ ناسته کې د بورډ محترمو غړو ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.

د مالیې محترم وزارت ته د یوې طرحې وړاندې کول، ترڅو د کورونا له امله له ادارې سره په مالي برخه کې همکاري وشي چې ټولو غړو پرې د تایید رایه ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ او یو شمېر وزارتونو ترمنځ د همکاریو د تړون لاسلیک چې پر بنسټ به یې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او وزارتونو ته ګټه رسیږي چې د بورډ غړو د ګډې پرېکړې پر بنسټ، دغه پلان به لومړی د جلالتمآب ولسمشر له لوري تایید او د جلالتمآب د حکم پر بنسټ له وزارتونو سره شریک شي.

د بورډ له محترمو غړو سره دغه راز د زېربنایي پروژو، د یو-میاشتني تمریناتي کمپ، د مالي ملاتړ او شپږیزې کرکټ لیګ په تړاو هم هر اړخیزه معلومات شریک شول چې د بورډ محترمو غړو یې ډېره ستاینه وکړه او د هېوادوالو د خوښیو لپاره یې ورته کارونه ډېر اړین وبلل.

له ملي راډیو ټلویزیون سره د لوبو د خپراوي په برخه کې د اوږدمهاله قرارداد پر لاسلیکولو هم خبرې وشوې، چې د بورډ محترمو غړو په وینا، دغه کار به ډېره موثره او اغېزناکه پایله ولري، ځکه دواړه ملي ادارې دي او دواړه لوري ترې برخمن کېږي.

د دغه غونډې په پاى کې بيا په پارلماني چارو کې د دولت وزير او د بورډ غړي ضيا الحق امرخېل په خپلو خبرو کې وويل، چې ډېر د خوښۍ ځاى دى چې د غوره مديريت، د لا ډېرې روڼتيا او په ښه توګه د کارونو ترسره کولو په برخه کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه تراوسه غوره ګامونه پورته کړي دي او د بورډ د غړي په توګه ترې ډېر خوشحاله يم، چې همدا رنګه په نورو هغو ټولو چارو کې چې هېوادوال پرې خوشحالېږي، بايد ورته ګامونه پورته شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …