کورپاڼه / کرکټ / هند د اى پي ايل ترسره کولو لپاره نړيوال شل اوريز جام او اسيا جام لغوه کړل
سارو ګنګولي

هند د اى پي ايل ترسره کولو لپاره نړيوال شل اوريز جام او اسيا جام لغوه کړل

د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي وايي، چې د اسيا جام لغوه شوى دى او سږکال به دا جام ترسره نه شي.

د سږکال اسيا جام کوربه توب پاکستان کوي، خو هند له مخکې ويلي و چې که دا جام په پاکستان کې ترسره شي نو دوى به خپله لوبډله ونه لېږي، همدا راز له هغه وروسته ويل کېدل چې ښايي دا جام په سريلانکا او يا هم په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

پاکستان کرکټ بورډ په بيا بيا دا خبره کړې ده، چې هغوى به د اى پي ايل لپاره له اسيا جام څخه تېر نه شي او په هر حالت کې به سږکال اسيا جام ترسره کړي، خو د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي بيا له يو ټلويزيون سره په خپله مرکه کې ويلي دي، چې سږکال اسيا جام نه ترسره کېږي او لغوه شوى دى.

بل لوري ته د نړيوال شل اوريز جام په اړه هم اى سي سي تراوسه پورې پرېکړه نه ده کړې، خو اسټراليايي رسنيو ويلي دي، چې په روانه اونۍ کې به د اى سي سي په غونډه کې په رسمي ډول د نړيوال شل اوريز جام د لغوه کېدو اعلان وشي.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل چې د کورونا له امله تراوسه پورې نه دى ترسره شوى، د هند کرکټ بورډ ځينو چارواکو ويلي دي، چې دوى غواړي نړيوال شل اوريز جام لغوه کړي او په دغه مياشتو کې اى پي ايل ترسره کړي، چې د هند کرکټ بورډ په خپل دې کار کې بريالى شو.

د هند کرکټ بورډ په دې وتوانېده چې نه يوازې دا چې سږکال اسيا جام لغوه کړي، بلکې نړيوال شل اوريز جام هم لغوه کوي او د دې پر ځاى به اى پي ايل له هند بهر په کوم هېواد کې ترسره شي.

د هند کرکټ بورډ په پلان کې لري چې اى پي ايل په سريلانکا يا متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي، خو بل لوري ته نيوزيلېنډ هم هند ته خپله امادګي ښکاره کړې ده او ورته يې ويلي دي، چې دوى کولاى شي اى پي ايل په نيوزيلېنډ کې ترسره کړي.

ځينو سرچينو ويلي دي، چې د نړيوال شل اوريز جام کې چې څومره پېسې پېدا کېږي، تر هغې بېخي ډېرې پېسې په اى پي ايل کې شته او همدا لامل دى چې اى سي سي او اسټراليا دې ته زړه ښه کړى دى چې د نړيوال شل اوريز جام پر ځاى دې اى پي ايل ترسره شي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …