کورپاڼه / کرکټ / د لطف الله ستانکزي ليرې کول؛ فرهان يوسفزى ناکامه او عاطف مشعل بريالى شو
فرهان يوسفزى، لطف الله ستانکزى او عاطف مشعل

د لطف الله ستانکزي ليرې کول؛ فرهان يوسفزى ناکامه او عاطف مشعل بريالى شو

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي غوښتل چې د کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزى له خپلې دندې ليرې کړي او پر ځاى يې بل کس مقرر کړي، خو عاطف مشعل يې دا پلان ناکامه کړ او لطف الله ستانکزى پر خپل ځاى پاتې شو.

زموږ د معلوماتو له مخې، د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى چې له څو مياشتيني سفر وروسته افغانستان ته راستون شو، نو تر ټولو لومړنى کار يې خپل هدف دا وګرځاوه، چې لطف الله ستانکزې له خپلې دندې ليرې کړي.

د دې لپاره نوموړي د کرکټ بورډ د بورډ غړو او ځينو چارواکو سره هم وليدل او همدا راز ټاکل شوې وه، چې پرون ورځ د کرکټ بورډ د بورډ غړو په ناسته کې دا پرېکړه وروستۍ شي او په رسمي ډول اعلان وشي چې لطف الله ستانکزى نور د کرکټ بورډ اجراييوي رييس نه دى.

خو د فرهان يوسفزي له دغه کړنې د کرکټ بورډ پخوانى عمومي رييس او په پاکستان کې د افغانستان سفير عاطف مشعل خبر شو، چې نوموړي په اسلام اباد کې خپل ټول کارونه همداسې پرېښودل او کابل ته يې ځان راورساوه.

هغه نه يوازې دا چې د فرهان يوسفزي سره يې وليدل، بلکې د بورډ غړو او ځينو چارواکو سره يې هم ناستې وکړې او په دې کې بريالى شو چې د فرهان يوسفزي دغه پرېکړه پرې بېرته واخلي او لطف الله ستانکزى په خپل ځاى پاتې شي.

په افغانستان کرکټ بورډ کې لطف الله ستانکزى د عاطف مشعل کس ګڼل کېږي، کوم مهال چې عاطف مشعل د کرکټ بورډ عمومي رييس و نو لطف الله ستانکزى يې راوست او د کرکټ بورډ د رسنيو برخې مشر يې کړ، له هغه وروسته هغه مهال کله چې عزيزالله فضلي د کرکټ بورډ عمومي رييس و او عاطف مشعل د بورډ غړى و، نو يې د نورو بورډ غړو په مرسته لطف الله ستانکزى د اجراييوي رييس په توګه مقرر کړ.

خو له تېرو څو مياشتو راهيسې د کرکټ بورډ مشرتابه په دوه ډلو بيل شوي دي، چې فرهان يوسفزى او لطف الله ستانکزى په دې هڅه کې دي چې هر يو تر ډېره واک ترلاسه کړي او همدا لامل شو چې دواړه په دې هڅه کې لګيا دي، چې يو بل له خپلو څوکيو ليرې کړي.

د ځينو سرچينو په وېنا، فرهان يوسفزي د اجراييوي رييس لپاره د دوه کسانو سره د اجراييوي رييس د څوکۍ لپاره ډېر مخکې مرکې هم کړې دي او هغوى يې په دې تمه کېنولي دي، چې لطف الله ستانکزى ليرې کوي.

که څه هم د دې خبرو جزييات نه دي ترلاسه شوي، چې فرهان يوسفزي او عاطف مشعل د لطف الله ستانکزي د پاتې کېدو پر سر يو بل سره څه خبرې کړې دي، خو دا خبره معلومه شوه چې عاطف مشعل د فرهان يوسفزي دا کار ناکامه کړ او لطف الله ستانکزى يې د کرکټ بورډ د اجراييوي رييس په توګه پاتې کړ.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …