کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي فلمونو مشهور اداکار ومړ
جګديپ ١

د هندي فلمونو مشهور اداکار ومړ

د هندي فلمونو مشهور اداکار جګديپ د ٨١ کلونو په عمر نن د هند په ممبۍ ښار کې ومړ، ويل کېږي چې د عمر په زياتېدو د هغه روغتيا ډاډمنه نه وه.

د انډين ايکسپرېس وېبپاڼې د راپور په وېنا، جګديپ نن سهار د ٨١ کلونو په عمر د هند په ممبۍ کې ومړ، چې دا خبر ورته يو بل اداکار ناصر خان تاييد کړى دى.

جګديپ ٤

د جګديپ يو تر ټولو مشهور رول بيا د سورما بوپالي په نوم و، چې هغه په مشهور او د خپل وخت کامياب فلم (شعلې) کې لوبولى و، په دغه فلم کې اميتاب بچن او درميندر مرکزي رولونه لوبولي و.

په دغه فلم کې د جګديپ يو ډيالاګ (ميرا نام سورما بوپالي ايسى هي نهين هى) (زما نوم سورما بوپالي هسې خو نه دى) ډېر زيات مشهور شوى و، چې اوس هم خلکو ته ياد دى.

د جګديپ پوره نوم سيد اشتياق احمد جعفري و، چې په ١٩٣٩ کال کې د مارچ په ٢٩مه نېټه د هند په مدهيه پردېش ايالت کې زېږېدلى و، هغه په ډېرو فلمونو کې کار کړى و او د کومېډي اداکار په توګه هم ډېر مشهور و.

جګديپ ٢

نوموړي په هندي سينما کې ٦١ کلونه کار وکړ، هغه په ١٩٥١ کې په فلمي سينما کې کار پيل کړى و او د ژوند تر وروستۍ ورځې پورې يې کار ته دوام ورکړ.

نوموړي درې ودونه کړي و، چې لومړۍ مېرمن يې نسيم بېګم، دويمه يې صغرا بېګم او دريمه يې ناظمه نومېده. همدا راز له يادو مېرمنو څخه يې ٦ ماشومان درلودل. د جګديپ يو زوى جاوېد جعفري نومېږي، چې نه يوازې د هندي فلمونو مشهور اداکار دى، بلکې يو ښه شاعر او ليکوال هم دى. همدا راز د هغه يو لمسى هم تازه فلمي نړۍ ته راغلى دى.

جګديپ ٣

د يادولو وړ ده چې د ٢٠٢٠ کال د هندي سينما لپاره ډېر ښه ثابت نه شو، يو لوري ته د کورونا له امله د فلمونو ثبت او کارونه په ټپه درېدلي دي، نو بل لوري ته سينماګانې هم تړل شوې دي، په داسې وخت کې بيا هندي سينما د عرفان خان، رشي کپور، رنوير سينګ راجپوت او جګديپ په څېر ستر هنرمندان هم له لاسه ورکړل.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …