کورپاڼه / کرکټ / پاکستان: سارو ګنګولي له ځانه لګيا دى، اسيا جام په اړه تراوسه پرېکړه نه ده شوې
پاکستان کرکټ بورډ

پاکستان: سارو ګنګولي له ځانه لګيا دى، اسيا جام په اړه تراوسه پرېکړه نه ده شوې

د پاکستان کرکټ بورډ د هند کرکټ بورډ د مشر سارو ګنګولي د هغه خبرو په تړاو غبرګون ښکاره کړى دى، چې ويلي يې و سږکال اسيا جام لغوه شوى دى او ترسره به نه شي.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي له ځانه لګيا دى او تراوسه پورې د اسيا جام د ترسره کېدو يا نه ترسره کېدو په تړاو پرېکړه نه ده شوې.

د پاکستان کرکټ بورډ د رسنيو برخې مشر سميع الحسن برني له يوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د اسيا جام په تړاو د سارو ګنګولي خبرې هېڅ اهميت نه لري او د دې په اړه به د کرکټ اسيايي شورا پرېکړه کوي.

هغه وايي، که سارو ګنګولي هره ورځ د اسيا جام په تړاو ورته خبرې وکړي نو هم هېڅ اهميت نه لري، ځکه د اسيا جام ترسره کېدل او نه ترسره کېدل په هند پورې اړه نه لري، بلکې دا پرېکړه به د کرکټ اسيايي شورا مشر نظم الحسن کوي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ بورډ په بيا بيا دا خبره تکرار کړې ده، چې دوى به په هر حال کې هڅه وکړي چې اسيا جام سږکال ترسره کړي. دوى وايي دا جام به په سريلانکا او يا هم په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.

خو بل لوري ته ويل کېږي چې د هند کرکټ بورډ د اى پي ايل ترسره کولو لپاره نړيوال شل اوريز جام او اسيا جام په خپلو هڅو لغوه کړي دي او په دغه وختونو کې به د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ترسره کړي.

ځينو رسنيو په خپلو راپورونو کې ويلي دي، چې د اى سي سي په راروانه غونډه کې به په رسمي ډول د نړيوال شل اوريز جام د لغوه کېدو اعلان هم وشي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …