کورپاڼه / کرکټ / د اصغر افغان او محمد شهزاد هيلې اوبو يوړې
اصغر افغان او محمد شهزاد

د اصغر افغان او محمد شهزاد هيلې اوبو يوړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان او لوبغاړو محمد نبي، محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي هيلې اوبو يوړې، ځکه چې اسيا جام سږکال نه ترسره کېږي.

په خپلو وروستيو مرکو کې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان ويلي و، چې دوى د شل اوريزو لپاره غوره لوبډله لري، په اسيا کې افغان لوبډله ښه لوبېږي او د اسيايي هېوادونو لوبډلو سره بلدتيا لري او هيله يې څرګنده کړې وه چې سږکال به په اسيايي جام کې ښه ولوبېږي او دغه جام به وګټي.

بل لوري ته محمد نبي هم ويلي و، چې دوى اسيا جام ته پورته چمتووالى لري او هيله من دى چې اسيا جام به وګټي او دا جام به خپل هېواد ته راوړي.

دا هم ولولئ:

اصغر افغان: سږکال د اسيا جام ګټو

محمد شهزاد: شل اوريزو کې تکړه يو، اسيا جام کې فاينل ته ځان رسوو

همدا راز محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي هم په خپلو مرکو کې ورته خبرې کړې وې، دوى ويلي و چې موږ په شل اوريزو کې تکړه يو او هيله مو دا ده چې ځان فاينل ته ورسوو او که ښه ولوبېدو نو اسيا جام به هم خپل هېواد ته راوړو.

خو د دوى هيلې هغه وخت اوبو يوړې، چې د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي اعلان وکړ، چې سږکال د اسيا جام نه ترسره کېږي او هغه لغوه شوى دى.

د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي په خپله يوه وروستۍ مرکه کې ويلي دي، چې اسيا جام سږکال نه ترسره کېږي او دوى د اى پي ايل ترسره کولو لپاره تيارى کوي.

دا هم ولولئ:

محمد نبي: کوشش به مو دا وي چې اسيا جام وګټو

ځاځى: افغانستان به اسيا جام کې نيمه پايلوبې ته لار پېدا کړي

که څه هم د کرکټ اسيايي شورا په دې تړاو په رسمي ډول اعلان نه دى کړى، خو سارو ګنګولي وايي، چې اسيا جام لغوه شوى دى. بل لوري ته پاکستان کرکټ بورډ بيا ويلي دي، چې د هند خبرې موږ ته اهميت نه لري او د اسيا جام په اړه به د کرکټ اسيايي شورا پرېړه کوي.

د يادولو وړ ده چې د اسيا جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ٢٤ لوبغاړو په کابل کې يو مياشتينى تمريناتي کمپ هم ترسره کړ، تر څو راتلونکي اسيا جام ته ځانونه چمتو کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ

هند کرکټ بورډ: هغه لوبغاړي چې خپل عمرونه يې غلط ښودلي، دوه کلن بندېز به پرې ولګول شي

د هند کرکټ بورډ BCCI په يوه تازه پرېکړه کې اعلان کړى دى، چې ټول …