کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هند کې د ټک ټاک د بندېز ګټه انسټاګرام واخيسته
ټک ټاک او انسټاګرام

هند کې د ټک ټاک د بندېز ګټه انسټاګرام واخيسته

د ټولنيزو رسنيو د عکسونو خپروونکي مشهور اپليکېشن انسټاګرام په هند کې د ټک ټاک له بندېز وروسته لويه ګټه ترلاسه کړه.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د فېسبوک تر چتر لاندې انسټاګرام، چې د عکسونو لپاره يو تر ټولو زيات مشهور دى، اوس ټک ټاک ته ورته د ويډيوګانو جوړولو لپاره د (ريلز) په نوم ځانګړتيا هم خلکو ته وړاندې کړې ده.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د انسټاګرام دا فيچر چې د ټک ټاک په ډول جوړ شوى دى، لومړى په برازيل هېواد کې د ازمايښت لپاره وړاندې شوى و، چې هلته دا تجربه بريالۍ شوه او له هغه وروسته په فرانسه او جرمني کې هم خلکو ته وړاندې شو.

د انسټاګرام د دې نوي فيچر په مرسته د انسټاګرام کاروونکو ته د ټک ټاک په څېر ميوزيک يا غږونه او موسيقي ورکول کېږي، چې دوى کولاى شي تر ١٥ ثانيو پورې ويډيو پرې جوړه او په انسټاګرام کې يې خپره کړي.

خو په هند کې بيا انسټاګرام دا فيچر يا ځانګړتيا هغه مهال خلکو ته وړاندې کړه، کله چې هند د ټک ټاک په ګډون د ٥٩ چينايي اپليکېشنونو باندې بندېز ولګاوه.

د يادولو وړ ده چې انسټاګرام تېر کال د دې فيچر (ريلز) د وړاندې کولو اعلان کړى و، خو دا فيچر يا ځانګړتيا ډېره وروسته خلکو ته وړاندې شوه.

ټک ټاک چې د يو چينايي شرکت له لوري جوړ شوى دى، په هند کې يې ١٢٠ ميليونه کاروونکي درلودلل، خو د هند او چين د سياسي اړيکو تر خرابېدو وروسته د هند حکومت پرېکړه وکړه، چې د ټک ټاک په ګډون ٥٩ هغه چينايي اپليکېشنونه له دې امله بندوي چې خلکو ورته ډېر شکايتونه کړي دي او دوى د دې اپليکېشنونو له لوري د خپل هېواد امنيت ته په خطر کې احساسوي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …