کورپاڼه / هنر او کلتور / ارشد وارثي د برق بل جمع کولو لپاره له مينه والو مرسته غوښتې
ارشد وارثي

ارشد وارثي د برق بل جمع کولو لپاره له مينه والو مرسته غوښتې

د هندي فلمونو مشهور هنرمند ارشد وارثي له خپلو مينه څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. هغه په يو ټويټ کې له خپلو مينه والو غوښتي دي چې د هغه انځورونه دې واخلي، تر څو هغه پرې د خپل کور د برق بل جمع کړي.

ارشد وارثي چې د يوه ښه هنرمند ترڅنګ يو ښه انځورګر هم دى او وخت نا وخت بېلا بېل انځورونه جوړوي، د خپلو ځينو انځورونو عکسونه هم خپاره کړي دي او له مينه والو يې غوښتي دي چې دا دې واخلي.

ارشد وارثي دا ټويټ د ممبۍ د برېښنا شرکت پر ضد کړى دى او خلک فکر کوي چې د دغه شرکت باندې يې ټوکې کړې دي، ځکه ارشد وارثي په خپل يو بل ټويټ کې ليکلي دي، چې تېره مياشت يې تر سل زرو کلدارو زيات بل جمع کړى دى او دا ځل يې کور ته بيا ډېر بل رالېږل شوى دى.

ارشد وارثي همدا راز يو بل ټويټ کې وايي، چې هغه مجبوره دى د راتلونکي مياشتې د برق د بل جمع کولو لپاره خپل پښتورګى وپلوري، ځکه چې هره مياشت د دومره زيات بل جمع کولو وس نه لري.

ارشد وارثي او سنجى دت

که څه هم د هند د ممبۍ ښار د برېښنا شرکت ارشد وارثي څخه غوښتنه کړې ده، چې هغوى به د ده ستونزه ژر حل کړي، خو نوموړى دې خپل ټويټونه بېرته ډيليټ کړي.

د ياد شرکت د غوښتنې څخه وروسته ارشد وارثي ځينې ټويټونه ډيليټ کړي دي، خو ځينې يې پرېښي دي.

د يادولو وړ ده چې د ګرځبندېز پر مهال نه يوازې دا چې هنرمندان د برق د زياتو بلونو څخه سر ټکوي، بلکې عام خلک هم د برېښنا پر شرکت نيوکې کوي چې بلونه يې زيات راغلي دي.

په دې لړ کې د هندي فلمونو يو شمېر نورو هنرمندانو هم په ټويټر کې ليکلي دي، چې د برق بلونه يې تر نورو مياشتو بېخي زيات راغلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

اميتاب بچن

اميتاب بچن ٢٣ ورځې وروسته کورونا ته ماتې ورکړه

د هندي فلمونو مشهور هنرمند اميتاب بچن کورونا ته ماتې ورکړه، نن د هغه د …