کورپاڼه / کرکټ / د کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزى ٣٦٥ زره افغانۍ معاش اخلي
لطف الله ستانکزى

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزى ٣٦٥ زره افغانۍ معاش اخلي

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزى د مياشتې ٣٦٥ زره افغانۍ معاش اخلي، چې د ورځې تر ١٨ زره زياتې افغانۍ راځي، خو بل لوري ته پرې نيوکې کېږي چې د کرکټ بورډ لپاره هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

لطف الله ستانکزى چې شاوخوا يو کال مخکې د کرکټ بورډ اجراييوي رييس په توګه وټاکل شو، د کرکټ مينه وال پرې تر ټولو لويه نيوکه دا کوي، چې په خپل يو کلن وخت کې يې له هېڅ هېواد سره لوبې برابرې نه کړاى شوې او نه هم په اداره کې يې کوم داسې کار وکړ، چې د يادولو وړ وي.

خو د خپلې مقررۍ سره سم نوموړي په خپل مياشت کې تر سل زرو ډېر زياتوالى راوست، زموږ د معلوماتو له مخې، د کرکټ بورډ پخوانيو اجراييوي رييسانو ٢٢٠ زره افغانۍ مياشتينى معاش ترلاسه کوي، خو لطف الله ستانکزى لومړنى اجراييه رييس دى چې دومره لوړ معاش اخلي.

په ټولنيزو رسنيو کې د لطف الله ستانکزي د معاش په اړه د معلوماتو تر خپرېدو وروسته يو ځل بيا پر نوموړي سختې نيوکې پيل شوې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې پخواني منېجر ابراهيم مومند په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې لطف الله ستانکزى د افغانستان کرکټ په تاريخ کې تر ټولو لوړ معاش اخلي، خو هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

د کرکټ يو کمنټېټر بادام احمدزى، چې تل پر کرکټ بورډ سختې نيوکې کوي، په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي چې لطف الله ستانکزي په تېر يو کال کې هېڅ خدمت نه دى کړى او دا ځلې به ډېر ژر د ټولنيزو رسنيو تر څنګ د هغه د ليرې کولو پر وړاندې عملي مبارزه هم پيل کړي.

د خان وزير عابد په نوم يو ورزشي خبريال بيا ليکلي دي، چې لطف الله ستانکزى پر دوبۍ بند دى او د اى سي سي په غونډو کې يې تراوسه پورې ګډون نه دى کړى. هغه همدا راز ليکلي دي چې ستانکزى هره مياشت درې لکه او پنځه شپېته زره افغانۍ معاش اخلي او د هغه تر شا عاطف مشعل ولاړ دى.

د يادولو وړ ده چې په ټولنيزو رسنيو کې ډېرى خلکو د افغانستان کرکټ بورډ پر اجراييوي مشر لطف الله ستانکزي نيوکې کړې دي او له ولسمشر څخه يې غوښتنه کړې ده چې هغه دې ژر تر ژره له دندې ليرې کړي.

همدا راز ځينو خلکو بيا ګواښ کړى دى، چې که چېرته نوموړى له دندې ليرې نه شو، نو دوى به د کرکټ بورډ دروازه وتړي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …