کورپاڼه / کرکټ / د کرکټ اسيايي شورا سږکال اسيا جام لغوه کړ
اسيا جام ٢٠٢٠

د کرکټ اسيايي شورا سږکال اسيا جام لغوه کړ

د کرکټ اسيايي شورا ACC په رسمي ډول اعلان وکړ، چې سږکال د کورونا له امله اسيا جام نه شي ترسره کولاى او دا جام به په راتلونکي ٢٠٢١ کال کې ترسره شي.

د اسيايي کرکټ شورا د بورډ غړو په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې دوى په سپتمبر مياشت کې پلان شوى د اسيا جام لپاره ليدنې وکړې، چې د کورونا د اغېز او د اسيا جام د ترسره کولو په تړاو پکې مشورې وشوې.

په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي، د کرکټ اسيايي شورا په دې هڅه کې وه چې د اسيا جام ترسره کولو لپاره هلې ځلې وکړې، خو د سفري بندېزونه، ګرځبندېز، روغتيايي خطرونو او د ټولنيز واټن ساتلو له امله دا جام ترسره کول ګران شو.

دوى همدا راز زياته کړې ده، چې له دې هر څه پرته بيا د لوبغاړو، د منېجمنټ، سپانسرانو او مينه والو روغتيا دوى ته تر ټولو مهم لومړيتوب دى.

دوى وايي، پورته يادو شويو مواردو ته په کتلو او له بحث وروسته دوى پرېکړه وکړه چې سږکال اسيا جام ترسره کېدل ممکن نه دي او له همدې امله يې لغوه کړ.

دوى همدا راز وويل، چې اسيا جام به د راتلونکي ٢٠٢١ کال د جون په مياشت کې د ترسره کېدو لپاره د کرکټ اسيايي شورا خپلې هڅې وکړې.

د يادولو وړ ده چې د کرکټ اسيايي شورا نن (د جون په نهمه نېټه) د اسيا جام د لغوه کېدو اعلان وکړ، خو تېره ورځ د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي په خپله يوه وېنا کې ويلي و، چې اسيا جام لغوه شوى دى.

د هغه د دغه خبرو په ځواب کې د پاکستان کرکټ بورډ د رسنيو برخې مشر ويلي و، چې د سارو ګنګولي خبرې هېڅ اهميت نه لري او د اسيا جام په تړاو به پرېکړه د کرکټ اسيايي شورا کوي.

پاکستان چې د ٢٠٢٠ کال اسيا جام کوربه و، ډېره هڅه يې وکړه چې دا جام په سريلانکا يا هم په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي، خو ممکن نه شوه.

بل لوري ته ويل کېږي چې نړيوال شل اوريز جام هم ښايي سږکال ترسره نه شي.

په داسې وخت کې بيا د هند کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې په همدې مياشتو کې به دوى اى پي ايل ترسره کړي. د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي وايي، چې که هر څنګه کېږي خو دوى به سږکال اى پي ايل ترسره کوي.

د يادولو وړ ده چې د افغان لوبډلې ٢٤ لوبغاړو هم د اسيا جام لپاره يو مياشت تمرينات ترسره کړل، سږکال د افغان لوبډلې سترګې اسيا جام ته وې، خو اسيا جام هم لغوه شو.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …