کورپاڼه / کرکټ / کریم صادق: لطف الله ستانکزی دې استعفا ورکړي، په دې کې به يې خېر وي

کریم صادق: لطف الله ستانکزی دې استعفا ورکړي، په دې کې به يې خېر وي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیليز توپوهونکی او ویکټ ساتونکی کریم صادق وايي، چې د کرکټ بورډ اجراييوي رییس لطف الله ستانکزی دې په خپله خوښه له کرکټ بورډ څخه استعفا ورکړي.

کریم صادق چې په ۲۰۱۸ کال کې په وروستي ځل ملي لوبډله کې لوبېدلی، څو ورځې مخکې يې په یوه مرکت کې اعلان وکړ چې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوي.

نوموړي تازه د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو پخواني منېجر ابراهیم مومند په یو پوسټ کې لیکلي دي، چې لطف الله ستانکزی دې په خپله خوښه له کرکټ بورډ څخه استعفا ورکړي.

ابراهیم مومند ليکلي دي، چې لطف الله ستانکزی د کال څلور نیم میلیونه افغانۍ معاش اخلي خو کار يې له صفر سره ضرب دی.

هغه ليکي چې ستانکزی د ای سي سي غونډو ته نه شي تللی، یو کال کې يې هېڅ کورنۍ رسنۍ سره مرکه نه ده کړې، کورنیو رسنیو ته په سپکه ګوري او د کرکټ بورډ ۹۵ سلنه کارکوونکي ترې کرکه لري.

نوموړي لیکلي دي، چې اجراییوي رییس په یو شمېر لوبغاړو هېڅ کنټرول نه لري او نه لوبغاړي ورته کوم اهمیت ورکوي.

هغه په اخر کې پوښتنه کړې ده چې اوس له ده سره باید څه وشي؟

د نورو خلکو تر څنګ د ملي لوبډلې پخواني پیليز توپوهونکي کریم صادق ورته ليکلي:

((په خپله خوښه دې کرکټ نه استعفا وکړي، دې کې به يې خېر وي.))

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د لطف الله ستانکزي پر ضد د خلکو نیوکې زیاتې شوې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …