کورپاڼه / کرکټ / د کرکټ ملي لوبغاړي قېس احمد هم واده وکړ
قېس احمد

د کرکټ ملي لوبغاړي قېس احمد هم واده وکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي قېس احمد هم تېره ورځ د مجردۍ له ليسټ څخه ووت او خپل نوى ژوند يې پيل کړ.

د قېس احمد په واده کې د ځينو لوبغاړو، کرکټ بورډ کارکونکو، دوستانو، خپلوانو او نورو ګډون کړى و، چې هغه له ټولو څخه مننه هم کړې ده.

قېس احمد په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې په يو پوسټ کې ليکلي دي: ((له ټولو خوږو ملګرو، خپلوانو، لوبغاړو او د کرکټ بورډ درنو مشرانو څخه ډېره مننه کوم، چې په دې سختو شرايطو کې يې زما د واده په خوشحالۍ کې برخه واخيسته.))

نوموړي همدا راز ليکلي دي: ((د هغه ملګرو او خوږو مينه والو هم ځانګړې مننه کوم چې زما د واده مبارکۍ په خاطر يې راته زنګونه، پېغامونه او پوسټونه وکړل.))

هغه همدا راز وايي: د هغو ملګرو ډېره زياته بخښنه غواړم چې له ما څخه بې بلنې پاتې شوې دي، ځکه وخت تنګ او حالات سخت ول. د ټولو له مينې قربان شم، الله دې راته تاسې ټول خوښ او خوشحاله لري.))

د يادولو وړ ده چې قېس احمد واده څو ورځې وړاندې کړى دى.

١٩ کلن قېس احمد که څه هم تر دې مهاله پورې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره يوازې په يوه ټېسټ او يوه نړيواله شل اوريزه لوبه کې ګډون کړى دى، خو هغه په تجارتي ليګونو کې لوبېدلى او ځان يې پر خلکو منلى دى.

قېس احمد تازه د کارابين پريمئير ليګ سياليو لپاره د ګيانا امازون واريرز لوبډلې اخيستى دى، چې په دغه سياليو کې به د نورو افغان لوبغاړو سره سم ګډون وکړي.

هغه همدا راز د نړۍ په نورو سترو تجارتي ليګونو کې هم لوبېدلى دى، دغه ليګ برېک توپ اچونکي تراوسه پورې ٥١ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې ٥٩ لوبغاړي يې سوځولي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …