کورپاڼه / بېلا بېل / په ټولنيزو رسنيو د واده ژمنه؛ نرسې له ميليونونو روپيو لاسونه ووينځل
ټولنيزې رسنۍ

په ټولنيزو رسنيو د واده ژمنه؛ نرسې له ميليونونو روپيو لاسونه ووينځل

په هند کې يوه نرسه د يوه دوکه باز په لاس ورغله، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې ورسره د واده ژمنه وکړه، خو وروسته ترې ٣.٤ ميليونه هندي کلدارې ترلاسه او سړى تري تم ورک شو.

د انډيا ټايمز د راپور په وېنا، دا نرسه د ډيلي په ال انډيا انسټيټيوټ اف ميډيکل ساينسز روغتون کې کار کوي، په فېسبوک کې يې د محمد صادق په نوم له يو کس سره ليدل شوي و او وروسته د دواړو ترمنځ ملګرتيا وشوه.

دغه نرسې پوليسو ته ويلي دي، چې په فېسبوک کې ورته يو کس د ملګرتيا بلنه ورولېږله او هڅه يې کوله چې له هغې سره خبرې وکړي.

هغه وايي، تر دې مخکې چې له هغه کس سره خبرې وکړي، د خپلې يوې ملګرې څخه يې د هغې په اړه پوښتنه وکړه او له هغه وروسته يې ورسره خبرې پيل کړې.

هغه وايي، چې موږ به وخت نا وخت خبرې کولې او په فېسبوک مو ملګرتيا شوه. دغه نرسه وايي، دغه کس زما باور ترلاسه کړ او له هغه وروسته ډيلي ته زما د ليدو لپاره هم راغى.

هغه وايي، په لومړنۍ ليدنه کې هغه ماته د واده وړانديز وکړ او ما هم په خوشحالۍ سره قبول کړ، زما د واده د وړانديز منلو څخه وروسته هغه بېرته لاړ.

نرسې پوليسو ته همدا راز ويلي دي، کله چې هغه بېرته لاړ نو هغه ورته وويل چې غواړي د هوټل کاروبار پيل کړي، ځکه غواړي چې تر واده مخکې يو ښه کاروبار جوړ کړي، تر څو له واده وروسته په ارامه ژوند تېر کړي.

نوموړې زياتوي، چې هغه يې په خبرو کې راغله او د هوټل د جوړولو لپاره يې هغه ته ٣٤ لکه يا ٣.٤ ميليونه هندي کلدارې ورولېږلې، چې له دې وروسته سړى تري تم ورک شو.

پوليسو همدا راز له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې دغه کس يې نيولى دى او اوس ترې څېړنې او پلټنې روانې دي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …