کورپاڼه / کرکټ / د ملي لوبډلې تخنيکي توپوهونکى نور علي ځدراڼ ٣٢ کلن شو
نور علي ځدراڼ ١

د ملي لوبډلې تخنيکي توپوهونکى نور علي ځدراڼ ٣٢ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړى او تخنيکي توپوهونکى نور علي ځدراڼ نن د ٣٢ کلونو شو.

نوموړى له نن څخه ٣٢ کاله مخکې، د ١٩٨٨ کال د جولاى په لسمه نېټه په خوست ولايت کې زېږېدلى و. هغه لومړنى افغان توپوهونکى دى چې د ٢٠١٠ کال نړيوال شل اوريز جام کې يې د هند پر وړاندې پنځوسيزه ووهله.

نور علي ځدراڼ

د ملي لوبډلې دا پيليز توپوهونکى د افغانستان په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې، چې د ٢٠٠٩ کال د اپريل په ١٩مه نېټه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره شوې وه، لوبېدلى و، په دغه لوبه کې نوموړي په ٢٨ توپونو باندې ٤٥ منډې کړې وې او د افغانستان په بريا کې يې مهم رول لوبولى و، همدا راز په ٢٠١٠ کال د فبرورۍ په ٤مه نېټه يې بيا د کاناډا پر وړاندې لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه هم ترسره کړې وه.

خو له نور علي ځدراڼ سره کرکټ بورډ تل د مور او مېرې چلند کړى دى، هغه تراوسه پورې ٥١ نړيوالې يو ورځنۍ او ٢٠ نړيوالې شل اوريزې لوبې د افغانستان لپاره ترسره کړي دي.

نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې د ٢٤.٨١ په اوسط ١٢١٦ منډې کړې دي، چې ٧ پنځوسيزې او ١ سليزه يې هم وهلې ده، د هغه تر ټولو زياتې منډې ١١٤ دي.

په شل اوريزو لوبو کې بيا نوموړي د ٢٦.٦٣ په اوسط او ١٠١.٨١ په سټرايک رېټ سره ٥٠٦ منډې کړې دي، چې ٣ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

نوموړي خپله وروستۍ يو ورځنۍ لوبه په ٢٠١٩ او وروستۍ شل اوريزه لوبه په ٢٠١٧ کال کې کړې ده.

د دې تر څنګ نور علي ځدراڼ ١١ فرسټ کلاس، ٧٨ ليسټ اې او ٤٠ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي، چې په فرسټ کلاس کې يې ٨٨٦، په ليسټ کې اې ٢٠٤٧ او په شل اوريزو کې يې ١٠٨٨ منډې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …