کورپاڼه / هنر او کلتور / پاکستانۍ سندرغاړې: هنديان تر موږ ډېر ښه دي، زه خپل هېواد پرېږدم

پاکستانۍ سندرغاړې: هنديان تر موږ ډېر ښه دي، زه خپل هېواد پرېږدم

پاکستانۍ سندرغاړې رابي پيرزاده چې تېر کال يې ځينې غېر اخلاقي ويډيوګانې خپرې شوې دي، له سندرو پرېښودو وروسته اوس وايي چې پاکستان هم پرېږدي.

رابي پيرزاده په ټولنيزو رسنيو کې د خپلو ځينو جوړو کړو انځورونو عکسونه هم خپاره کړي دي او ليکلي يې دي، چې هغې ته د هغې په غېر اخلاقي ويډيوګانو چې پاکستانيانو څومره کنځلې کړې دي، دومره کنځلې ورته هندوانو هم نه دي کړي.

هغه وايي، چې د هغې دا غېر اخلاقي ويډيوګانې يوه پاکستاني او مسلمان د هغه له موبايل څخه غلا کړې او بيا يې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې کړې او همدې پاکستانيانو بيا بيا خپرولې.

 

View this post on Instagram

 

Indians are better than Pakistani in ethics . They never taunted me or uploaded something which gives me pain, my videos were repeatedly uploaded and shared by Muslims only in Pakistan. And i have a full right to complain my Allah about this ummat. میں نے ایک دن عدنان سمعی کو بہت سخت ٹویٹ کی تھی پاکستان چھوڑنے پر۔ آج احساس ہوا کہ جمائمہ سے لیکر ہر وہ شخص جو ہم سے بھاگتا تھا ٹھیک تھا، میں نے ہندوستان کے خلاف کشمیر کےلئے جنگ کی، مگر کسی ہندو نے مجھے میری تصویروں اور وڈیو کا طعنہ نہیں دیا۔ میرے دین کی عزت کی، جبکہ کچھ نام نہاد فرقہ پسند اور اسلام کے دشمنوں نے ہر لمحہ گندی باتیں کیں، میری وڈیو صرف پاکستان میں بار بار اپلوڈ ہوتی رہئں، مسلمانوں کے نمبرز سے، میری وڈیو چوری کرنے والا اور والی بھی مسلمان تھے۔ مولانا طارق جمیل نے ٹھیک آئینہ دکھا یا سب کو ۔ ہم اتنے گندے اور گرے ہوئے لوگ ہیں کہ آج ہم کافروں سے بدتر ہیں۔ ایک اور فتوا پھر لگا دیں۔ میری جوتی بھی آپ سے نہیں ڈرتی۔ دنیا کی سب سے گھٹیا اور گری ہوئ قوم ہم ہیں۔ منافق جھوٹے اور ایک دوسرے کا خون پینے والے۔ اللہ کا عزاب اسی وقت آجانا تھا جب مسلمانوں نے بچوں کو ریپ کرکے مارنا شروع کیا۔ کسی کی توبہ اور دین کے راستے کا مذاق بنایا۔ہر وہ شخص جو قابل ہے پاکستان سے بھاگ کر اپنی پہچان بناتا ہے، میں بھی چلی جائوں گی۔ آپ لوگ رمضان ٹرانمشن اور ڈراموں سے دین سیکھنا اور اپنے بچوں کو سکھانا۔

A post shared by Rabi Pirzada (@rabi.fairy) on


رابي پير زاده څه وخت مخکې، هغه مهال چې عدنان سميع پاکستان پرېښود او د هند تابعيت يې واخيست، نو يې پر هغه سختې نيوکې کړې وې، خو اوس يې په يو ټويټ کې له عدنان څخه بخښنه غوښتې ده او ويلي يې دي، چې زه پوهېږم چې خلک ولې پاکستان پرېږدي.

رابي پير زاده وايي چې پاکستانيان د چا وړتيا ته احترام نه لري، نو له همدې امله هغه غواړي چې ډېر ژر پاکستان پرېږدي او کوم بل هېواد ته لاړه شي.

وروسته رابي پير زاده په خپل يو بل ټويټ کې وويل، چې هغه کله هم پاکستان پرېږدي، نو سعودي عربستان ته به ځي او هلته به د مکې په ښار کې ژوند کوي.

رابي پيرزاده ټويټ

د يادولو وړ ده چې رابي پيرزاده مشهوره پاکستانۍ سندرغاړې وه، خو تېر کال چې د هغې غېر اخلاقي ويډيوګانې خپرې شوې، نو بيا يې د سندرو پرېښودو اعلان وکړ او وې ويل چې نور ژوند به د اسلام په لاره تېروي.

له هغه وروسته رابي پير زاده بيا د انځورونو جوړولو باندې پيل وکړ او وخت نا وخت به يې خپل جوړ کړي انځورونه په ټولنيزو رسنيو کې هم خپرول.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجو

د رنبير کپور کليزه؛ د هغه د کيرير ٥ غوره فلمونه

رنبير کپور د هندي سينما يو مخکښ هنرمند دى، چې د خپل فلمي ژوند په …