کورپاڼه / کرکټ / د انګلستان د ٢٠٤ منډو په بدل کې ويسټ انډيز ٣١٨ منډې وکړې
انګلستان او ويسټ انډيز

د انګلستان د ٢٠٤ منډو په بدل کې ويسټ انډيز ٣١٨ منډې وکړې

د انګلستان د ٢٠٤ منډو په بدل کې ويسټ انډيز په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ٣١٨ منډې يې وکړې، چې له دې سره يې لومړنۍ پاڼۍ پاى ته ورسېده.

د کورونا له امله شاوخوا ٤ مياشتې وروسته نړيوال کرکټ سيالۍ د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ ترسره شوې ده. د انګلستان او ويسټ انډيز دا لومړۍ ټېسټ لوبه په ساوتهمپټن کې دوه ورځې مخکې پيل شوې ده، چې انګلستان لومړنۍ پاڼۍ ترسره کړه او ٢٠٤ منډې يې پکې وکړې.

د انګلستان له لوري لوبډلمشر بين سټوکس ٤٣ او جاس بټلر ٣٥ منډې وکړې، همدا راز د ويسټ انډيز له لوري جېسن هولډر او شانن ګبريل په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٦ او ٤ ويکټې يې ترلاسه کړې.

ويسټ انډيز بيا په خپله لومړنۍ پاڼۍ کې ښه توپوهنه ترسره کړه او ٣١٨ منډې يې وکړې، د ويسټ انډيز له لوري کرېګ بريتويټ ٦٥، شان ډاوريچ ٦١ او روسټون چيس ٤٧ منډې ترلاسه کړې.

د انګلستان له لوري بين سټوکس ٤، جېمز اينډرسن ٣ او ډام بيس ٢ ويکټې واخيستې.

د لوبې په دريمه ورځ انګلستان خپله دويمه پاڼۍ هم پيل کړه، چې د ورځې تر پاى پورې يې ١٥ منډې وکړې او کوم لوبغاړى يې ونه سوځېده. د انګلستان روري برنز په ١٠ او ډام سبلي په ٥ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي چې سبا به يو ځل بيا توپوهنه پيل کړي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا له امله د کرکټ هر ډول سيالۍ ځنډېدلې وې، چې له شاوخوا څلور مياشتو وروسته انګلستان او ويسټ انډيز دوه لومړۍ ټېسټ لوبه پيل کړه.

دا لوبه چې د انګلستان په ساوتهمپټن کې ترسره کېږي، د اى سي سي د نوو لارښوونو سره سم لوبغاړي لوبه ترسره کوي او همدا راز لوبغالي ته هېڅ تماشچيان نه پرېښودل کېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …