کورپاڼه / بېلا بېل / “د ډېر ښايست له امله څوک دنده نه راکوي” د رښتينې ژوند د ګوډۍ کيسه
باربرا

“د ډېر ښايست له امله څوک دنده نه راکوي” د رښتينې ژوند د ګوډۍ کيسه

د اروپايي هېواد هنګري اوسېدونکې ٢٢ کلنې نجلۍ د ګوډۍ په څېر ښکاره کېدنې لپاره په ځان ٧٥ زره پاونډه مصرف وکړ، خو اوس دا نجلۍ وايي چې د ډېر ښايست له امله ورته څوک دنده نه ورکوي.

دا نجلۍ باربرا لونا سايپس نومېږي او په لومړي ځل يې په ١٧ کلنۍ کې سرجري کړې وه، له هغه راوروسته دې نجلۍ لس ځلې سرجرۍ يا عمليات ترسره کړي دي، تر څو ښايسته ښکاره شي.

باربرا وايي، چې هغه ډېره زياته ښايسته ده او د هغې د ښايست له امله ورته هېڅوک دنده نه ورکوي.

باربرا لونا سايپس له يوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې هغې په يو شرکت کې په ريسپشن (استقبال لپاره ولاړه نجلۍ) کې کار کاوه، خو د ډېر ښايست له امله به چې نارينه و وليدله، نو به يې په همدې کې سترګې ښخې کړې، چې وروسته يې دا دنده هم پرېښوده.

باربرا ١

ډېرو ځايونو کې د دندې تر لټولو وروسته چې هم هغه کومه بله دنده ترلاسه نه کړه، نو يې له هغه وروسته د وېب کېم ماډل په توګه کار پيل کړ.

باربرا په لومړي ځل په ١٥ کلنۍ کې لومړۍ دنده پيل که، خو هغه وايي چې دومره ښايسته وه چې د دفتر هر يو کس به غوښتل چې ورسره اړيکې جوړې کړي او شپه ورسره تېري کړي.

هغه وايي: ((موږ په يوه داسې نارينه ټولنه کې ژوند کوو، چې که هره ښځه غواړي چې پرمختګ وکړي، نو بايد سړي خوشحاله کړي او هغوى سره شپې وکړي.))

له دغه دندې پرېښودو وروسته په ٢٠١٦ کال کې باربرا له يوه شتمن هلک سره وليدل، دغه هلک د باربرا د ارمانونو پوره کولو ته غاړه کېښوده، دواړو واده وکړ او د باربرا پر سرجرۍ يا عملياتو چې هر څومره مصارف راغلل، هغه ټول همدغه هلک ورکړل، وروسته د ٢٠١٩ کال په نومبر کې دواړو خپلې لارې بيلې کې او طلاق يې ترمنځ وشو.

Loading...

دا هم ولولئ

هندواڼې

په ٦٠ ثانيو کې په سر د ايښودل شويو هندواڼو نړيوال ريکارډ جوړ شو

د مالېزيا اوسېدونکي په ٦٠ ثانيو کې د ٥٠ هندواڼو پرې کولو نړيوال ريکارډ جوړ …