کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي فلمونو ښځينه ستورو کې تر ټولو زيات مينه وال څوک لري؟
عاليه بټ، دپيکا پاډوکون، پريانکا چوپړه او شردا کپور

د هندي فلمونو ښځينه ستورو کې تر ټولو زيات مينه وال څوک لري؟

په ټولنيزو رسنيو کې د هندي فلمونو د ښځينه ستورو په لړ کې تر ټولو زيات مينه وال د هندي او انګليسي فلمونو هنرمنده پريانکا چوپړه لري.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د عکسونو او ويډيو خپرونکي اپليکېشن انسټاګرام باندې د هندي فلمونو د ښځينه ستورو د فالوورز يا مينه وال ليسټ خپور شوى دى، چې د دغه ليسټ تر مخه پريانکا چوپړه تر نورو زيات مينه وال يا فالوورز لري.

پريانکا چوپړه

پريانکا چوپړه په هندي سينما کې د هنر پيل وکړ او وروسته انګليسي فلمونو يا هالي ووډ ته يې هم لار پېدا کړه چې هلته هم ډېر مينه وال لري، هغه د امريکايي سندرغاړي او اداکار نک جونز مېرمن هم ده. پريانکا چوپړه په انسټاګرام کې ٥٤.٧ ميليونه مينه وال لري چې تر نورو ټولو ښځينه هنرمندانو مخکې ده.

دپيکا پاډوکون

په دغه ليسټ کې بيا په دويم مقام کې د هند مشهوره او ښايستونکې هنرمنده دپيکا پاډوکون ده. پاډوکون چې د نوموتي هنرمند رنوير سينګ مېرمن ده، په انسټاګرام کې ٥٠.٣ ميليونه مينه وال لري.

شردا کپور

د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده شردا کپور بيا تر نورو ډېرو هنرمندانو ډېر مينه وال لري، د انسټاګرام په دغه ليسټ کې هغه په دريم مقام کې ده چې ٤٩.٨ ميليونه مينه وال لري.

عاليه بټ

د مهېش بټ لور او د پوجا بټ کشره خور عاليه بټ، چې هندي سينما ته له راتګ سره سم يې خپل ځان ثابت کړ او په هر فلم کې يې داسې کار وکړ، چې هر فلم د خلکو زړونه خپل کړل، په دې ليسټ کې په څلورم مقام کې راغلې ده. عاليه بټ په انسټاګرام کې ٤٧.٧ ميليونه مينه وال لري.

جيکولين فرنانډس

جيکولين فرنانډس هم د هندي سينما يوه مشهوره هنرمنده ده چې هغه هم په ټولنيزو رسنيو کې ډېره فعاله ده او په دې ليسټ کې يې پنځم مقام خپل کړى دى.

جيکولين فرنانډس په انسټاګرام کې ٤٢.٧ ميليونه مينه وال لري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجو

د رنبير کپور کليزه؛ د هغه د کيرير ٥ غوره فلمونه

رنبير کپور د هندي سينما يو مخکښ هنرمند دى، چې د خپل فلمي ژوند په …