کورپاڼه / کرکټ / د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د کلني قراردادونو معلومات پټ ساتلي
افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د کلني قراردادونو معلومات پټ ساتلي

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبغاړو او کورنيو لوبغاړو سره د کلني قرارداد په تړاو تراوسه پورې رسنيو ته هېڅ معلومات نه دي ورکړي او دا معلومات يې پټ ساتلي دي.

د نوي کال د پيل سره سم د نړۍ هر کرکټ بورډ د لوبغاړو سره د کلني قرارداد په اړه معلومات خپاره کړي دي، چې په هغې کې دا ټول معلومات شته، چې څومره لوبغاړو سره کلنى قرارداد شوى دى، کوم کوم لوبغاړي په کومه کټګورۍ کې دي او کوم لوبغاړي ته د کال څومره معاش ورکول کېږي.

همدا راز د ډېرو هېوادونو کرکټ بورډونو بيا د خپلو کورنيو لوبغاړو سره د کلني قرارداد معلومات هم په خپلو وېبپاڼو او ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي.

خو د افغانستان کرکټ بورډ بيا له ملي لوبغاړو او کورنيو لوبغاړو سره د کلني قرارداد هېڅ معلومات نه دي خپاره کړي.

د لوبغاړو د قرارداد په اړه نه هم د کرکټ بورډ په رسمي وېبپاڼه کې څه شته او نه يې هم په ټولنيزو رسنيو کې په دې اړه خلکو ته معلومات ورکړي دي، چې سږکال يې له کومو کومو لوبغاړو سره قرارداد کړى دى، څومره معاش ورکوي او په کومه کټګورۍ کې ورسره قرارداد شوى دى.

موږ ډېره هڅه وکړه چې د کرکټ بورډ څخه دغه معلومات ترلاسه کړو، خو بريالي نه شو. په پيل کې موږ ته وويل شول چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله دوى د لوبغاړو سره د قرارداد معلومات نه دي خپاره کړي، خو له رسنيو سره به دا معلومات شريک کړي.

خو د دوه اونيو په تېرېدو سره هم نه دا معلومات کرکټ بورډ خپاره کړل او نه هم رسنيو ته ولېږل شول.

د يادولو وړ ده چې پر کرکټ بورډ له دې امله ډېرې نيوکې کېږي، چې ډېر هغه معلومات چې بايد دوى يې له خپلو رسمي ادرسونو څخه خپاره کړي، له خلکو څخه يې پټ ساتي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …