کورپاڼه / کرکټ / ايرلېنډ د انګلستان سره د لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه
ايرلېنډ او انګلستان

ايرلېنډ د انګلستان سره د لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

د ايرلېنډ کرکټ بورډ د انګلستان سره د درې يو ورځنيو نړيوالو لوبو لپاره د ٢١ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، دا سيالۍ به د جولاى او اګست په مياشت کې ترسره کېږي.

د ايرلېنډ کرکټ بورډ په وېنا، دا د نړيوال جام د سوپر ليګ يو ورځنۍ نړيوالې لوبې دي، چې د روانې مياشتې په پاى کې به پيل شي.

د ايرلېنډ په ٢١ کسيزه نوملړ کې انډري بيلبيرني (لوبډلمشر)، پال سټرلنګ (مرستيال لوبډلمشر)، مارک اډير، کورټس کمپير، پيټر چيس، ګاريټ ډيلان، جارج ډاکريل، جوناتن ګارت، ټيرون کېن، جوش ليټل، انډري مک برني، بيري مک کارتي، جېمز مک کالم، کيوين اوبراين، ويليم پورټرفيلډ، بويډ رنکين، سيمي سينګ، هېري ټکټور، لارکن ټکر، ګېري ويلسون او کرېګ ينګ شامل دي.

د ايرلېنډ ياد لوبغاړي به د انګلستان په ساوتهمپټن کې تمرينات ترسره کوي او له تمريناتو وروسته به بيا د انګلستان سره د ٣ يو ورځنيو لوبو لپاره ١٤ کسيزه لوبډله انتخابېږي.

د جولاى په ١٨مه نېټه به دا لوبغاړي انګلستان ته لاړ شي او خپل تمرينات به پيل کړي. د جولاى په ٢٢مه نېټه به د ايرلېنډ لوبغاړي خپل منځي تمريناتي لوبه ترسره کړي.

د جولاى په ٢٦مه نېټه به بيا د ايرلېنډ او انګلستان لاينز ترمنځ تمريناتي لوبه ترسره شي، د جولاى په ٣١مه به لومړۍ، د اګست په لومړۍ نېټه به دويمه او د اګست په ٤مه نېټه به دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د انګلستان او ايرلېنډ ترمنځ ترسره شي.

همدا راز د اګست په پنځمه نېټه به د ايرلېنډ لوبډله بېرته ستنه شي.

د يادولو وړ ده چې ويسټ انډيز لوبډله هم په انګلستان کې ده او اوسمهال يې لومړۍ ټېسټ لوبه روانه ده، همدا راز دوه نورې ټېسټ لوبې به هم ترسره کړي. بل لوري ته د پاکستان کرکټ ملي لوبډله هم انګلستان ته تللې ده، چې هلته يې تمرينات پيل کړي دي. د انګلستان او پاکستان ترمنځ به هم درې ټېسټ او درې نړيوالې شل اوريزې سيالۍ ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان او هارديک پانډيا

راشد خان د هارديک پانډيا سره غمرازي وکړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې د مشهورو کرکټرانو هارديک پانډيا او کرونال پانډيا پلار نن …