کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستانۍ فاحشې: کورونا مو کار خراب کړى، خو مجبوري ده، بله چاره مو نشته
پاکستانۍ فاحشه

پاکستانۍ فاحشې: کورونا مو کار خراب کړى، خو مجبوري ده، بله چاره مو نشته

کورونا ويروس که يو لوري ته د ژوند نورې ټولې چارې په ټپه درولې دي، نو بل لوري ته يې د فاحشه ښځو کاروبار هم په ټپه درولى دى، که څه هم په ډېرى هېوادونو کې ګرځبندېز کې نرمښت راغلى دى او تر ډېره هڅه کېږي چې ژوند عادي شي، خو د دې ښځو په کاروبار يې اوس هم اثر غورځولى دى.

بي بي سي اردو وېبپاڼې د پاکستان په کراچۍ او لاهور کې اوسېدونکو له داسې ښځو سره خبرې کړې دي او له هغوى څخه يې د هغوى د ژوند او کاروبار په اړه پوښتنې کړې دي.

د عاشي (مستعار نوم) په نوم يوه ښځه چې په لاهور کې له دې کار سره تړلې ده، وايي پنځه کاله يې کېږي چې دا دنده يې پيل کړې ده.

عاشي واده کړى دى او وايي چې خاوند يې پېسې نه ګټلې او ژوند يې ډېر سخت و، وروسته يې له يو هلک سره په ټيليفون خبرې پيل شوې، هغه يو ځاى ته وغوښته، کله چې ورغله نو هلته يې درې نور هلکان هم راوغوښتل او ماته يې وويل که دا کار وکړې نو ٥٠٠ روپۍ درکوو.

عاشي وايي، ٧ ماشومان لرم او خاوند مې هېڅ پېسې نه ګټي، نو د خپلو ماشومانو د ساتلو لپاره مې دې کار ته ادامه ورکړه، کور کې وايم چې ما يو ځاى کې دنده ترلاسه کړې ده او په همدې بهانه بيا دې کار ته راوځم.

هغه وايي کورونا مو کاروبار ډېر خراب کړى دى، ځکه اوس ډېر کم له کوره بهر راوځو، يوه نيمه مياشت خو بېخي راوتلې نه يم، خو چې کله د خوراک لپاره بېخي په کور کې څه پاتې نه شو، نو مجبوره شوم چې بيا راوځم.

عاشي وايي، اوس نه يوازې دا چې موږ له خلکو ويرېږو، بلکې خلک هم له موږ ويرېږي چې هسې نه موږ يا هغوى کورونا ولري. هغه وايي داسې کسان چې زکام يا ټوخى ولري، بېخي ورسره وينم نه، کله کله خو داسې حالت شي چې پخوانيو مشتريانو ته زنګونه وهم او غوښتنه ترې کوم چې پنځه سوه يا زر روپۍ دې راته راولېږي، يو نيم يې رالېږي او نور انکار کوي.

هغه وايي، زموږ کار داسې دى چې ټولنيز واټن او احتياطي تدابير پکې بېخي نه ساتل کېږي. که څه هم ګرځبندېز کې نرمښت راغلى دى، خو زموږ کار لا هم له ستونزو سره مخ دى.

د کراچۍ اوسېدونکې شهزادګۍ (مستعار نوم) بيا له بي بي سي اردو سره په خپله مرکه کې ويلي دي، چې له تېرو ٢٠ کلونو راهيسې دا دنده ترسره کوي، واده شوې ده او څلور ماشومان هم لري.

هغه وايي، خاوند به مې هېڅ کار نه کاوه او اقتصادي حالت مو ډېر خراب و، بيا يوې ملګرې راته وويل چې دا دنده پيل کړم، په پيل کې خو ما انکار وکړ، خو وروسته چې حالت ډېر خراب شو نو دې کار ته مې زړه ښه کړ.

هغه وايي، په کور کې يې ويلي دي چې په يو اپارتمان کې د کورونو کار کوي، خو خاوند ته يې معلومات شته دي چې دا کار کوي، خو خاوند يې ورته ځکه څه نه وايي چې هغه يوازې غواړي بس پېسې کور ته راوړم.

شهزادګۍ وايي، چې د کورونا سره سم يې کارونه په ټپه درېدلي دي، ځکه په يو دوه کسانو يې د کور مصارف نه پوره کېږي. څو مياشتې وروسته دا کارونه بېرته پيل شوي دي، خو پخوانى خوند يې نشته.

هغه وايي، مخکې به يې د ورځې له دېرش څخه تر څلوېښت مشتريان ورته راتلل، خو اوس چې ډېر راشي نو دوه يا درې کسان ورته راځي، هغه هم هر څه ډېر په ويره ويره ترسره کوي.

هغه وايي، که هر څنګه وي خو دوى خپلو مشتريانو ته هېڅ هم نه شي ويلى، د دوى کار داسې دى چې ټولنيز واټن او احتياطي تدابير پکې نه شي کېداى، که له چاسره کومه ستونزه هم وي نو موږ مجبوره يو چې يې وزغمو. که چاته څه ووايو، نو راته وايي چې دومره احتياط کوې خو په خپل کور کې کېنه.

Loading...

دا هم ولولئ

هندواڼې

په ٦٠ ثانيو کې په سر د ايښودل شويو هندواڼو نړيوال ريکارډ جوړ شو

د مالېزيا اوسېدونکي په ٦٠ ثانيو کې د ٥٠ هندواڼو پرې کولو نړيوال ريکارډ جوړ …