کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د عبدالرشيد دوستم لور راحله دوستم ولايت غواړي
راحله دوستم او عبدالرشيد دوستم

د عبدالرشيد دوستم لور راحله دوستم ولايت غواړي

عبدالرشيد دوستم چې د عبدالله عبدالله په زور يې له حکومت څخه د مارشال رتبه ترلاسه کړه، اوس يې لور راحله دوستم ولايت غواړي، تر څو د والي په توګه دنده ترسره کړي.

راحله دوستم په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې ښځې هم کولى شي چې د وزارتونو، ولايتونو او حزبونو رهبري وکړي. هغه همدا راز وايي، چې دلته له ښځو سره ډېر توپيري چلند روان دى او بايد دا توپيري چلند نور بند شي.

د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشيد دوستم لور راحله دوستم دا خبرې په خپل ټويټر کې کړې دي. هغې په خپل ټويټر کې ليکلي دي، چې هغه په کوم ولايت کې د والي د مرستيالې په توګه دنده نه غواړي، بلکې غواړي چې د والي په توګه دنده ترسره کړي.

راحلې دوستم په خپل ټويټ کې همدا راز ليکلي دي، چې دلته ښځو ته د دويم جنس په توګه کتل کېږي او دا چاره بايد ونه شي. نوموړې دا خبرې وروسته له هغې وليکل چې کابينې پرېکړه کړې ده چې ټولو ولايتونو ته د والي د مرستيالې په توګه يوه يوه ښځه وټاکي.

يو شمېر ولايتونو ته ځينې ښځې د واليانو د مرستيالانو په توګه ټاکل شوې هم دي.

خو د دې ښځو له ټاکلو سره سم پر دوى نيوکې هم زياتې شوې دي، تر ډېره پورې خلک وايي، چې د ولايتونو د مرستيالانو په توګه د ښځو ټاکل د وړتيا پر اساس نه دي روان.

دوى وايي، چې په ولايتونو کې د ښځو د مرستيالو په توګه ټاکل ښه خبره ده، خو دا ښځې دې د اړيکو يا يوازې په دې چې ښځه ده، نه ټاکل کېږي، بلکې د هر ولايت لپاره دې ښځه د هغې د وړتيا پر اساس وټاکل شي، تر څو په ولايتونو کې په سمه توګه کارونه ترسره کړي.

همدا راز ځينو خلکو بيا له دې چارې سره په کلکه مخالفت ښکاره کړى دى او ويلي يې دي، چې بايد ښځو د مرستيالانو په توګه ونه ټاکل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

همايون همايون

همايون همايون په (کليمه طيبه) او (کليمه شهادت) کې توپير نه شي کولى

په تېره ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازى همايون همايون، چې له طالبانو …