کورپاڼه / کرکټ / بين سټوکس نوى ريکارډ جوړ کړ
بين سټوکس

بين سټوکس نوى ريکارډ جوړ کړ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر او د ويسټ انډيز سره د روانې لوبې لوبډلمشر بين سټوکس دويم الراونډر لوبغاړى شو چې په کم وخت کې يې ٤٠٠٠ منډې او ١٥٠ ويکټې واخيستې.

نوموړي دا کارنامه د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ د روانې ټېسټ لوبې په دريمه ورځ ترلاسه کړه، هغه چې په دريمه ورځ الزاري جوسيپ اوټ کړ، نو يې د هغه الراونډرانو په ليسټ کې ځاى پېدا کړ، چې ٤٠٠٠ منډې او ١٥٠ ويکټې يې ترلاسه کړې دي، همدا راز نوموړى دويم الراونډر شو چې په کم وخت کې يې دا کارنامه ترسره کړه.

٢٩ کلن بين سټوکس دا کارنامه په ٦٤ ټېسټ لوبو کې پوره کړ، تر هغه مخکې د ويسټ انډيز نوموتى الراونډر ګېري سوبرز دى، چې هغه په ٦٣ لوبو کې دا کارنامه ترسره کړې ده.

له سوبرز او بين سټوکس وروسته د سويلي افريقا پخوانى لوبغاړى ژاک کيلس، د هند کپيل ديو او د نيوزيلېنډ لوبډلې پخوانى لوبډلمشر ډينيل ويټوري هغه الراونډران دي چې په کمو لوبو کې يې دا کارنامه ترسره کړې ده.

د ويسټ انډيز پر وړاندې په روانه ټېسټ لوبې د انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې بين سټوکس ٤٣ منډې وکړې، چې د انګلستان ټوله لوبډله په ٢٠٤ منډو وسوځېده.

همدا راز ويسټ انډيز يې په ځواب کې ٣١٨ منډې وکړې او د ١١٠ منډو مخکېوالى يې ترلاسه کړ. په دريمه ورځ انګلستان د خپلې دويمې پاڼۍ توپوهنه هم پيل کړه، خو يوازې ١٥ منډې يې وکړې او د دريمې ورځې لوبه پاى ته ورسېده.

نن د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې څلورمه ورځ ده، انګلستان تر دې مهاله پورې ٦٣ منډې کړې دي او کومه ويکټ يې نه ده ترلاسه کړې، همدا راز انګلستان ته ٥١ منډې نورې پکار دي، تر څو د ويسټ منډې پوره کړي او له هغه وروسته به د ويسټ انډيز لوبډلې ته هدف ورکوي.

د انګلستان له لوري ډوم سبلي په ٢٣ او روري برنز په ٣٩ منډو توپوهنې ته ولاړ دي.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …