کورپاڼه / کرکټ / کرکټ بورډ د کورنيو سياليو ترسره کولو لپاره منظوري ترلاسه کړه
سرور دانش

کرکټ بورډ د کورنيو سياليو ترسره کولو لپاره منظوري ترلاسه کړه

افغانستان کرکټ بورډ نن له حکومت څخه د کورنيو سياليو د ترسره کولو لپاره منظوري ترلاسه کړه. کرکټ بورډ په پلان کې لري چې سږکال په اګست مياشت کې شپږيزه کرکټ ليګ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، چې د کورونا ويروس د مخنيوي کمېټې مشر دى، افغان کرکټ بورډ ترې د هېواد په کچه د لوبو ترسره کولو اجازه ترلاسه کړه چې په دې سره به په نږدې راتلونکي کې شپږيزه کرکټ ليګ سيالۍ هم پيل شي.

له سرور دانش سره نن د کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي ناسته کړې ده. نوموړي په دغه ناسته کې ويلي دي چې کرکټ په ازاده فضا کې ترسره کېږي او اى سي سي زموږ ټول فعاليتونه څاري، نو لازمه ده چې په هېواد کې د کرکټ فعاليتونه بيا پيل شي.

په دغه ناسته کې د ولسمشر غني دويم مرستيال سرور دانش وويل، چې کرکټ هېواد ته وياړونه راوړي دي او د روغتيا وزارت د سپارښتنو او لارښوونو سره سم دې داخلي لوبې او تمرينات ترسره شي.

کرکټ بورډ په دغه خبرپاڼه کې وايي، چې دوى د کورنيو سياليو د ترسره کېدو لپاره د تاييدي او منظورۍ ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنليک او طرحه لومړى د روغتيا وزارت او له هغه وروسته د کورونا د مخنيوي کمېټې ته سپارلي و، چې نن ورته منظوري ورکړل شوه.

کرکټ بورډ وايي: ((کرکټ بورډ د هېواد په کچه لومړنۍ ورزشي اداره ده چې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته د هېوادوالو د خوښيو په موخه يو ځل بيا خپل فعاليتونه پيلوي.))

دوى همدا راز په خپله خبرپاڼه کې ليکلي دي: ((افغانستان کرکټ بورډ په نږدې راتلونکي کې د لومړی درجه او شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د پیلولو هوډ لري چې دغه لوبې د یاد اجازه لیک له ترلاسه کولو پرته ناممکنه وې چې دا دی په دې سره به د شپږیزې لیګ او نورې کورنۍ سیالۍ د نندارچیانو له شتون پرته ترسره شي.))

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …