کورپاڼه / بېلا بېل / خوشبخته ځوان؛ له خپلې مينې او د مور و پلار خوښې کړې، دواړو نجونو سره يې په يو وخت واده وکړ
واده

خوشبخته ځوان؛ له خپلې مينې او د مور و پلار خوښې کړې، دواړو نجونو سره يې په يو وخت واده وکړ

که د يو ځوان د مينې واده وي او که د مور و پلار د خوښې واده، خو د هغه هندي ځوان په قسمت پسې به وپسخېږئ، چې په يو وخت يې هم له خپلې مينې سره واده وکړ او هم يې د مور و پلار له لوري خوښې کړې نجلۍ سره واده وکړ.

د انډيا ټايمز د راپور په وېنا، د سنديپ اويک په نوم دا ځوان د هند په مدهيه پردېش ايالت په بيټل ولسوالۍ او په کيريا کلي کې اوسېږي، چې په يوه ورځ يې له دوه نجونو سره واده وکړ، يوه يې مينه وه او بله ورته مور و پلار په خوښه کړې وه.

په راپور کې ويل شوي دي، چې سنديپ له دواړو نجونو سره په يو وخت واده وکړ، دواړه نجونې چې د واده جوړې يې په تن وې، له سنديپ سره پېرې (د هندوانو د واده رسم) ترسره کړې.

په راپور کې ويل شوي دي، چې سنديپ غوښتل له خپلې مينې سره واده وکړي، خو مور و پلار يې غوښتل چې سنديپ دې له هغه نجلۍ سره واده وکړي چې دوى ورته خوښه کړې ده.

واده

کله چې دا خبره د کلي جرګې يا پنچايت ته لاړه، نو هلته بيا د سنديپ او دواړو نجونو په خوښه هغوى دا پرېکړه وکړه، چې سنديپ دې په يو وخت له دواړو نجونو سره واده وکړي.

د جرګې يا د دغه پنچايت په دې پرېکړه نه يوازې دا چې سنديپ خوشحاله و، بلکې دواړه نجونه هم پرې خوشحاله وې او همدا راز و چې تېره ورځ بيا سنديپ له دواړو سره په ګډه واده وکړ.

د هند په ټولنيزو رسنيو کې هم د دې واړه په اړه ډېر بحثونه شوي دي، ځکه په هند کې بيا دا چاره ډېره ګرانه ده چې يو هندو دې له دوه ښځو سره په يو وخت واده وکړي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …