کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي فلمونو مشهور هنرمند امیتاب بچن کورونا نیولی

د هندي فلمونو مشهور هنرمند امیتاب بچن کورونا نیولی

د هندي فلمونو مشهور هنرمند امیتاب بچن د کورونا ویروس ټېسټ مثبت راغلی دی او په روغتون کې بستر شوی.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، امیتاب بچن د خپل مثبت ټېسټ په اړه په خپل ټویټر کې لیکلي دي، چې د هغه د کورونا ټېسټ مثبت راغلی او له دې سره سم په روغتون کې بستر شوی دی.

هغه همدا راز لیکلي دي، چې د خپلې کورنۍ ټېسټونه يې هم کړي دي خو تراوسه پورې يې د ټېسټونو پایله نه ده راغلې.

امیتاب بچن همدا راز له هغه ټولو خلکو څخه غوښتنه کړې، چې له هغه سره يې په تېرو لسو ورځو کې لیدلي دي، چې ځانونه دې کرنټین کړي او د کورونا ټېسټونه دې وکړي.

د دې خبر له خپرېدو سره سم نه یوازې دا چې د امیتاب بچن مینه وال ډېر خپه شوي دي، بلکې د هندي سینما مشهورو هنرمندانو هم د امیتاب بچن د ښې روغتیا لپاره دعا کړې.

د یادولو وړ ده چې ۷۷ کلن امیتاب بچن د هندي سینما یو لیجنډ هنرمند ګڼل کېږي، هغه په ۱۹۶۹ کې په لومړي ځل فلمونو کې کار پیل کړی او تر دې مهاله پورې په فلمونو کې د مرکزي اداکار په توګه راڅرګندېږي.

هغه په بې شمېره فلمونو کې کار کړی دی او ډېر فلمونه یې داسې دي چې اوس د یادګار او تاریخي فلمونو درجه يې ترلاسه کړې ده.

نوموړي د فلمي نړۍ او د حکومت ټولې هغه سترې جایزې ترلاسه کړې دي، چې ملکي کسانو او یا هم هنرمندانو ته ورکول کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …