کورپاڼه / کرکټ / په لومړي ټېسټ کې د ويسټ انډيز د بريا چانسونه زيات شو
ويسټ انډيز

په لومړي ټېسټ کې د ويسټ انډيز د بريا چانسونه زيات شو

د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د ويسټ انډيز چانسونه زيات شوي دي، انګلستان په دويمه پاڼۍ کې ٢٨٤ منډې کړي دي او يوازې دوه لوبغاړي يې پاتې دي.

انګلستان اوس ١٧٠ منډې له ويسټ انډيز مخکې دي، چې نن به يې پاتې دوه لوبغاړي هم توپوهنه وکړي او د هغوى د سوځېدو وروسته به ويسټ انډيز ته هدف وټاکي.

انګلستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٢٠٤ منډې کړې وې او په دويمه پاڼۍ کې يې تراوسه پورې ٢٨٤ منډې کړې دي او ٨ لوبغاړي يې سوځېدلي دي، همدا راز مارک ووډ او جوفرا ارچر توپوهنې ته ولاړ دي.

ويسټ انډيز بيا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٣١٨ منډې کړې وې.

د انګلستان په دويمه پاڼۍ کې زاک کراولي ٧٦، ډوم سبلي ٥٠، لوبډلمشر بين سټوکس ٤٦ او روري برنز ٤٢ منډې وکړې، د ويسټ انډيز له لوري بيا شانن ګبريل ٣، روسټون چيس او الزاري جوسيپ ٢-٢ او جېسن هولډر ١ ويکټ واخيسته.

د يادولو وړ ده چې د کورونا له امله شاوخوا ٤ مياشتې وروسته د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ په ساوتهمپټن کې په لومړي ځل دا ټېسټ سيالي ترسره کېږي.

د دې لوبې په پيل کې انګلستان پچه ګټلې وه او لومړى يې توپوهنه غوره کړې وه.

د دې لوبې لپاره بين سټوکس د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى دى، ځکه جو روټ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ګډون ونه کړ، د هغه مېرمن اميدواره وه او څو ورځې وړاندې يې دويم ماشوم وزېږېده.

بين سټوکس بيا د لومړي ټېسټ په دويمه ورځ باندې ١٥٠ ويکټې پوره کړې، دويم هغه الراونډر لوبغاړى شو چې په کمو لوبو کې يې ٤٠٠٠ منډې او همدا راز ١٥٠ ويکټې پوره کړې او په دې سره يې ريکارډ جوړ کړ.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …