کورپاڼه / جالب / ماسک او که پراټه؟ دا ويډيو تاسې هم وګورئ
ماسک پراټه

ماسک او که پراټه؟ دا ويډيو تاسې هم وګورئ

په هند کې له طلا او الماسو وروسته داسې پراټې پخېږي، چې بېخي د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره جوړ شوي ماسک ته ورته دي.

د کورونا ويروس چې ټوله نړۍ کې خپور شوى دى، ټولو هېوادونو د دې ويروس نه د مخنيوي لپاره د ماسک اچول په خلکو لازمي کړې دي، په داسې وخت کې ماسکونه چې مخکې ورته چا دومره ارزښت نه ورکاوه، اوس يې ارزښت بېخي ډېر شوى دى.

خو د کورونا تر څنګ د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه د ماسک په اړه هم ډېر جالب خبرونه اورېدل کېږي، تر دې مخکې هنديانو د طلا او الماسو څخه ماسکونه جوړ کړي و او اوس يې د پراټې څخه ماسک جوړ کړى دى چې ټول يې حېرانه کړي دي.

د هند په تامل ناډو ايالت کې يو رسټورانټ کې اوس د ماسک په څېر پراټې پخېږي، چې ويډيوګانې يې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې دي او ډېرې لاس په لاس کېږي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې په دغه رسټورانټ کې د ماسک په څېر جوړې شوې دوه پراټې په پنځوس کلدارې ورکول کېږي.

د رسټورانټ څښتن وايي، چې د ماسک په څېر د پراټو جوړولو هدف يې دا دى چې په خلکو کې د کورونا عامه پوهاوى وکړي او خلک په دې پوه کړي چې بايد ماسک حتماً واچوي.

د دې ځانګړو ډول پراټو ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې لاس په لاس کېږي او بېلا بېلې تبصرې پرې کېږي، ډېرى خلکو د رسټورانټ د څښتن دا کار ستايلى دى.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې په هند کې يو سړي ځان ته له طلا څخه ځانګړى ماسک جوړ کړى، همدا راز د طلا يو پلورنځي بيا داسې ماسکونه جوړ کړي چې له طلا څخه جوړ شوي دي، همدا راز يو بل بيا داسې ماسکونه جوړ کړي دي چې الماس پکې لګېدلي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

پيترادى سوتر

په لومړي ځل يو نرښځى د لومړي وزير مرستيال ټاکل شوى

د بيلجيم هېواد د (ګرين ګوند) يو نرښځى سياستوال پيترادى سوتر په لومړي ځل د …