کورپاڼه / بېلا بېل / روسۍ موډلې د مخ د ښايست لپاره ستنې ووهلې، خو مخ يې لا پسې بدرنګه کړ
روسۍ موډله

روسۍ موډلې د مخ د ښايست لپاره ستنې ووهلې، خو مخ يې لا پسې بدرنګه کړ

يوې روسۍ موډلې او د انسټاګرام ستورې اناستاسيا پوکريشک د خپلې ښکلا د زياتولو لپاره لومړى خپلې شونډې پېړې يا لويې کړې، خو بيا يې هم د ښکلا مينه کمه نه شوه او د خپل مخ د لويولو لپاره يې نورې ستنې هم ووهلې، چې وروسته يې مخ داسې وپړسېده چې لا ورسره بدرنګه شوه.

خو د دې بدرنګوالي سره سره هغه بيا هم له خپل ځان خوشحاله ده او د پېړو شونډو او پړسېدلي مخ سره وايي، چې خوښه ده.

اناستاسيا وايي، چې د هغې پوزه په لويه وه، نو وې غوښتل چې شونډې هم لويې کړي تر څو دواړه سره برابرې شي، نو د دې لپاره يې په زرګونو ډالر مصارف وکړ، خو وروسته يې پوزه هم خوښه نه شوه.

له هغې وروسته يې پرېکړه وکړه چې خپل مخ يا رخسار هم لوى کړي، نو يې د هغې لپاره بيا له ستنو ګټه پورته کړه، چې په دې سره يې مخ يا رخسار پورته وپړسېدل او څېره يې يو عجب ډول شوه، خو وايي چې له دې څېرې هم خوشحاله ده.

روسۍ موډله ١

هغه وايي: ((زما به د خپل مخ يا رخسار د لا ښکلي کولو لپاره نورې ستنې هم ووهم، تر هغې پورې به دې کاره لاس وانخلم، تر څو پورې چې ما خپل ټاکلى هدف نه وي ترلاسه کړى.))

خو په دې چاره کې هغې د کوم تخصص لرونکي ډاکټر نه ګټه نه ده اخيستې، بلکې په خپله يې دې کار ته ادامه ورکړې ده.

اناستاسيا اوسمهال په روسيه او نورو هېوادونو کې ډېره مشهوره ده، هغه په انسټاګرام ١٥٠ زرو څخه زيات مينه وال لري. هغه وايي چې په يوټيوب کې يې د يو ډاکټر ويډيو وکتله او له هغې وروسته يې په خپله دا ستنې ووهلې، هغه وايي چې هر ډول احتياط يې کړى و.

اناستاسيا وايي، چې د (ښکلې ښکاره کېدو لپاره) يې تراوسه پورې په خپلو شونډو او مخ باندې تر دوه زرو څخه زيات امريکايي ډالر مصارف کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

نارسيسزم

په ځان مين خلک خپلې تېروتنې نه مني

په يوه تازه سروې کې دا خبره څرګنده شوې ده چې په ځان مين خلک …