کورپاڼه / کرکټ / راشد خان: چې افغانستان نړیوال جام نه وي ګټلی، واده نه کوم
راشد خان

راشد خان: چې افغانستان نړیوال جام نه وي ګټلی، واده نه کوم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان وايي، تر څو چې افغانستان نړیوال جام نه وي ګټلی، تر هغې پورې واده نه کوي.

راشد خان چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې د نړۍ غوره توپ اچونکی دی، همدا راز څو ورځې مخکې د کرکټ سترې وېبپاڼې ویسډن هغه د یوویشتمې پېړۍ د شل اوریزو لوبو تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړی هم اعلان کړ.

۲۱ کلن راشد خان بې له شکه چې د افغانستان ملي لوبډلې تر ټولو مخکښ لوبغاړی دی، ووموړي له ازادۍ راډیو سره په خپله تازه مرکه کې ويلي: ((تر هغې پورې به کوژده او واده ونه کړم، تر څو چې افغانستان نړیوال جام نه وي ګټلی.))

راشد خان تر دې مخکې هم په یوه مرکه کې ویلي و، چې په راتلونکو درې څلور کلونو کې د کوژدې یا واده پلان نه لري.

راشد خان نه یوازې دا چې د افغانستان مخکښ لوبغاړی دی، بلکې هغه په تجارتي لیګونو کې هم د مخکښ لوبغاړي په توګه پېژندل کېږي.

په وروستي ځل نوموړی د ایرلېنډ پر وړاندې په درې شل اوریزو لوبو کې ولوبېده، چې پنځه لوبغاړي يې وسوځول او افغانستان دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

راشد خان د سږکال ای پي ایل کې هم د سنرایزرز حېدر اباد لوبډلې لپاره لوبېږي، خو سږکال ای پي ايل د کورونا له امله تراوسه نه دی ترسره شوی او ښايي په سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې ترسره شي.

همدا راز نوموړی په کارابین پریمئیر لیګ کې د بارباډوس لوبډلې له لوري اخیستل شوی دی او په بیګ باش لیګ کې هغه بیا د اډلایډ سټرایکرز لوبډلې برخه دی.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …