کورپاڼه / بېلا بېل / ډونالډ ټرمپ اخر هم د کورونا د مخنيوي لپاره ماسک وتاړه
ډونالډ ټرمپ

ډونالډ ټرمپ اخر هم د کورونا د مخنيوي لپاره ماسک وتاړه

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اخر هم خپل قسم مات کړ او د کورونا ويروس څخه د مخنيوي لپاره يې په مخ باندې ماسک وتړلو.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لومړي ځل د ولس پر وړاندې په مخ ماسک تړلى راښکاره شو، نوموړي هغه مهال په مخ ماسک تړلى و، چې د مېري لېنډ پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې پوځيانو او همدا راز روغتياپالانو ليدنې ته ورغلى و.

په عامه ځايونو کې د ماسک نه تړلو او خلکو ته د ماسک نه تړلو سپارښتنې له امله په امريکا کې پر ډونالډ ټرمپ سختې نيوکې کېدې، هغه به هر ځاى پرته د کورونا د مخنيوي لپاره ماسک نه تړلو او همداسې به ګرځېدو.

خو بل لوري ته شاوخوا مياشت مخکې د امريکا د ولسمشر مرستيال ويلي و، چې هغوى هره ورځ د کورونا وېروس ټېسټونه کوي او همدا راز ډونالډ ټرمپ بيا د کورونا لپاره ګټور درمل هره ورځ کاروي.

بل لوري ته بيا د امريکا په فلوريډا ايالت کې په مشروط ډول د دوه لويو پارکونو د پرانيستلو اجازه هم ورکړل شوې ده.

د يادولو وړ ده چې امريکا اوس هم په نړۍ کې لومړنى هېواد دى چې تر کورونا زيات اغېزمن شوى دى. په امريکا کې تر دې مهاله پورې کورونا ويروس ٣ ميليونه، ٣٥٥ زره او ٦٤٦ کسان نيولي دي.

د يادولو وړ ده چې د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې د کورونا د مخنيوي لپاره بايد ټول خلک ماسکونه لازمي وتړي او همدا راز ټولنيز واټن دې وساتي او خپلو مخونو ته دې لاسونه نه وروړي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې هغه کسان چې ماسکونه يې په مخ تړلي وي، له کورونا څخه د خونديتوب چانسونه يې ٦٥ سلنه ډېرېږي.

 

دا هم ولولئ

لندنی ملا

د لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو + ویډیو

د بریتانيې پلازمېنې لندن په بریج ټاور کې په لومړي ځل اذان وشو، چې دا …