کورپاڼه / بېلا بېل / د مودي پر سر اختلاف؛ هلک او نجلۍ خپل واده لغوه کړ
واده ١

د مودي پر سر اختلاف؛ هلک او نجلۍ خپل واده لغوه کړ

په هند کې د يو هلک او نجلۍ ترمنځ د هند لومړي وزير مودي پر سر اختلاف و، دواړو له واده څو ورځې مخکې د دغه اختلاف پر سر جګړه وکړه او له دې امله يې خپل واده هم لغوه کړ.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د دغه هلک او نجلۍ د واده نېټه ټاکل شوې وه، خو له خپل واده يوه اونۍ وړاندې دواړو د دې لپاره وليدل، تر څو د واه د مصارفو په اړه خبرې وکړي.

د خبرو پر مهال دواړو د هند د اقتصاد په اړه هم بحث وکړ او له همدې امله يې خبره تر دې پورې ورسېده، چې خپل واده يې هم لغوه کړ او خپله رشته يې ختمه کړه.

په راپورونو کې ويل شوي دي، دغه نجلۍ يا راتلونکې ناوې دولتي ماموره وه او په دې فکر وه چې د هند د اوسني خراب اقتصاد ذمه وار لومړى وزير نريندرا مودي دى، خو هلک يا زوم بيا د نريندرا مودي ملاتړى و او هغه ويل چې د مودي له امله د هند اقتصادي چارې اوسمهال ښې روانې دي.

په راپور کې زياته شوې ده، –د دواړو ترمنځ په دې خبره اختلاف او بحث دومره اوږد شو، چې په پاى کې يې شخړه وکړه او دواړو پرېکړه وکړه چې واده سره نه کوي.

په راپور کې ليکل شوي، د لومړي وزير نريندرا مودي په سر دواړو خپل واده لغوه کړ او خپله رشته يې سره ختمه کړه. دواړه له ډېر وخت راهيسې په اړيکه کې و، چې له دې ليدنې څخه يوه اونۍ وروسته يې واده ټاکل شوى و.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د دواړو کورنۍ هم په دې واده راضي وه او د واده لپاره يې تيارى نيولى و، خو له واده څو ورځې وړاندې دوى هر څه ختم کړل.

دا هم ولولئ

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟

آیا پوهېږئ چې د ګډ ژوند د کامیابۍ تر شا پټ راز څه وي؟ د …