کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مشاهد حسېن: د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ دې له وېزې پرته ترسره شي
مشاهد حسېن

مشاهد حسېن: د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ دې له وېزې پرته ترسره شي

د پاکستان د سنا مجلس د بهرنيو چارو د کمېټې مشر مشاهد حسېن وايي، چې له افغانستان سره تګ راتګ بايد له وېزې پرته ترسره شي.

نوموړي له امريکا غږ راډيو سره په خپله مرکه کې ويلي دي، چې پاکستان او افغانستان بايد په خپلو کې اړيکې لا نورې پراخې کړي.

نوموړى چې د سنا مجلس غړى دى، د بهرنيو چارو د کمېټې مشري هم پر غاړه لري.

مشاهد حسېن په خپله دغه مرکه کې وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بايد د سوداګرۍ په برخه کې خنډونه او ستونزې له منځه لاړې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ بايد تګ راتګ له وېزې پرته ترسره شي.

نوموړى همدا راز وايي، چې افغانستان د پاکستان ورور هېواد دى او د دواړو هېوادونو اړيکې بايد لا نورې هم پراخې شي.

هغه دغه راز د سولې په برخه د پاکستان په همکارۍ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې دی تمه لري چې افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي او جګړه پای ته ورسېږي.

د يادولو وړ ده چې پاکستان ته د تورخم او سپين بولدک په ګډون په ټولو لارو افغانانو پرته له وېزې تګ راتګ سفر کولو او همدا راز د پښتونخوا پښتنو هم افغانستان ته پرته له وېزې تګ راتګ کاوه.

خو دا تېر څو کلونه کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خلکو تګ راتګ ګران شوى دى، اوس پرته له وېزې د دواړو لوريو څخه څوک سفر نه شي کولاى.

په پاکستان کې اوس هم په ميليونونو افغان کډوال مېشت دي، چې زياتره يې په مياشت کې يو ځل حتماً افغانستان ته راځي. له کله راهيسې چې تګ راتګ پر پاسپورټ پيل شوى دى، له هماغه وخت راهيسې نه يوازې دا چې په تورخم کې بېروبار زيات شوى دى، بلکې د پاکستان د وېزو ترلاسه کولو لپاره هم بېروبار زيات شوى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

همايون همايون

همايون همايون په (کليمه طيبه) او (کليمه شهادت) کې توپير نه شي کولى

په تېره ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازى همايون همايون، چې له طالبانو …