کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده ايشوريه راى هم کورونا نيولې
ايشوريه راى بچن

د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده ايشوريه راى هم کورونا نيولې

د هندي فلمونو مشهوره او ښايستوکې هنرمنده ايشوريه راى بچن هم کورونا ويروس نيولې ده. د هغې د کورونا دوېم ټېسټ مثبت راوتلى دى.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د اميتاب بچن او ابيشيک بچن نه وروسته د ايشوريه راى بچن او د هغې د لور اراديا بچن د کورونا ټېسټونه هم مثبت راوتلي دي.

پرون د هندي فلمونو مشهور هنرمند اميتاب بچن په خپل يو ټويټ کې ليکلي و، چې د هغه د کورونا ټېسټ مثبت راوتلى دى او هغه ځان په روغتون کې بستر کړى دى، همدا راز د کورنۍ ټېسټونه يې روان دي.

لږ وروسته بيا د نوموړي زوي او مشهور هنرمند ابيشيک بچن هم په خپل ټويټ کې وليکل، چې د پلار تر څنګ يې د ده د کورونا ټېسټ هم مثبت راوتلى دى.

نن د ابيشيک بچن د مېرمنې ايشوريه راى بچن او د هغه د لور اراديا بچن د کورونا لومړني ټېسټونه منفي راغلل، خو دويم ټېسټونه يې بيا مثبت راغلي دي.


ايشوريه راى بچن د ابيشيک بچن مېرمن او د اميتاب بچن نږور ده، د هغوى ټېسټونه نن د دويم ځل لپاره وشو، چې د ايشوريه او د لور ټېسټونه يې مثبت راغلل.

د هندي سينما مشهورو هنرمندانو د اميتاب بچن د کورنۍ د ژر روغتيا لپاره دعاګانې کړې دي.

د يادولو وړ ده چې ٤٦ کلنه ايشوريه راى د هندي سينما د مشهورو ښځينه هنرمندانو څخه ده، هغې په ډېرو زياتو کاميابو فلمونو کې کار کړى دى. نوموړې په ٢٠٠٧ کال کې د ابيشيک بچن سره واده وکړ، چې له هغې څخه يوه لور هم لري.

نوموړې په ١٩٩٤ کال کې د مس ورلډ يا د ښکلا د ملکې جايزه هم ترلاسه کړې وه، چې په همدغه کال کې يې بيا په هندي فلمونو کې کار هم پيل کړ. نوموړې له هماغه وخت راهيسې تراوسه پورې په فلمونو کې کار کوي او ډېر شمېر فلمونه يې کامياب شوي دي.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …