کورپاڼه / بېلا بېل / ملاله يوسفزۍ ٢٣ کلنه شوه
ملاله يوسفزۍ

ملاله يوسفزۍ ٢٣ کلنه شوه

د سوات اوسېدونکې پښتنه مبارزه او مدني فعاله ملاله يوسفزۍ نن ٢٣ کلنه شوه، هغه له نن څخه ٢٣ کاله وړاندې د ١٩٩٧ کال د جولاى په دويمه نېټه د سوات په مينګوره کې زېږېدلې وه.

د ملاله يوسفزۍ پلار ضيا الدين يوسفزى په سوات کې د يوه ښوونځي استاد و او همدا راز مدني فعال او ليکوال هم و، د هغې مور تورپېکۍ يوسفزۍ نومېږي.

ملالې يوسفزۍ هغه مهال، چې په سوات کې د طالبانو حکومت و، د بي بي سي اردو لپاره يوه ډايري ليکله، چې له همدې ډايري څخه هغه ډېره مشهوره شوه.

هغې همدا راز د نجونو د مکتب لپاره غږ پورته کړې او په دې برخه کې يې د سولې جايزه هم ترلاسه کړه.

ملاله يوسفزۍ

کله چې طالبانو پر هغې بريد وکړ، نو له هغه وروسته هغه انګلستان ته يوړل شوه، چې اوس يې کورنۍ او ملاله يوسفزۍ له هماغه وخت راهيسې په انګلستان کې ژوند کوي.

هغې په اډګبسټن ښوونځي کې درس ويلى دى او همدا راز د انګلستان له مشهور پوهنتون اکسفورډ پوهنتون څخه هم څو ورځې مخکې فارغه شوه.

ملاله يوسفزۍ اوس په نړيواله کچه د يوې مبارزې او مدني فعالې په توګه پېژندل کېږي، په ځانګړې توګه د زده کړو او د ښځو د حقونو په برخه کې، د هغې په نوم يو بنسټ هم دى، چې په ټوله نړۍ کې د نجونو د زده کړو لپاره کار کوي.

د ملالې يوسفزۍ پر ژوند (زه ملاله يم) په نوم کتاب هم ليکل شوى دى، دا کتاب په انګليسي کې ليکل شوى دى، خو وروسته د پښتو په ګډون ډېرو نورو ژبو ته هم ژباړل شوى دى.

په ٢٠١٤ کاله کې هغې ته د نوبيل سولې جايزه هم ترلاسه کړه، ملاله يوسفزۍ تر ټولو کم عمره نجلۍ ده چې دا جايزه يې ترلاسه کړه.

ملاله يوسفزۍ او ګل مکۍ

د يادولو وړ ده چې په ملاله يوسفزۍ باندې يو فلم هم جوړ شوى دى خو تراوسه پورې نندارې ته نه دى وړاندې شوى. دا فلم په هند کې جوړ شوى دى، چې د ملالې يوسفزۍ د ژوند ټوله کيسه پکې ښودل شوې ده.

خو پښتانه بيا پر ملالې يوسفزۍ له دې امله نيوکې کوي، چې د دې پر ځاى چې د پښتنو لپاره غږ پورته کړي، اوس هغه د پاکستان په ملاتړ په هر ځاى کې غږ پورته کوي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …