کورپاڼه / کرکټ / ويسټ انډيز د انګلستان لوبډلې ته په خپل کور کې ماتې ورکړه
جرمين بلېکووډ

ويسټ انډيز د انګلستان لوبډلې ته په خپل کور کې ماتې ورکړه

ويسټ انډيز لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې په ډېرې اسانۍ سره د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لوبې په وروستۍ ورځ يې په ٤ ويکټو بريا خپله کړه.

د کورونا له امله شاوخوا څلور مياشتې وروسته په لومړي ځل د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ټېسټ لوبو لړۍ پيل شوه، چې د دې لړۍ لومړۍ ټېسټ لوبه د جولاى په ١٨مه نېټه د انګلستان په ساوتهمپټن کې پيل شوه.

د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر جو روټ د نه شتون له امله بين سټوکس د لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه درلوده.

په پيل کې د لوبې پچه انګلستان وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٠٤ منډې وکړې، چې بين سټوکس ٤٣، جاس بټلر ٣٥، ډام بيس ٣١ ناسوځېدلې او روري برنز ٣٠ منډې وکړې، د ويسټ انډيز له لوري بيا جېسن هولډر او شانن ګبريل په زړه پورې توپ اچونه وکړه او لومړي ٦ او دويم ٤ ويکټې ترلاسه کړې.

ويسټ انډيز په لومړۍ پاڼۍ کې ٣١٨ منډې وکړې او د ١١٤ منډو مخکېوالى يې ترلاسه کړ، د ويسټ انډيز لپاره کرېګ بريتوېټ ٦٥، شان ډاوريچ ٦١ او روسټون چيس ٤٧ منډې وکړې، د انګلستان له لوري بين سټوکس ٤ او جېمز اينډرسن ٣ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان په دويمه پاڼۍ کې ٣١٣ منډې وکړې، چې زاک کراولي ٧٦، ډام سبلي ٥٠، بين سټوکس ٤٦ او روري برنز ٤٢ منډې وکړې، د ويسټ انډيز له لوري شانن ګبريل ٥، روسټون چيس او الزاري جوسيپ ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان د ويسټ انډيز لوبډلې ته د ٢٠٠ منډو هدف وټاکه، چې د لوبې په وروستۍ يا پنځمه ورځ دغه هدف ويسټ انډيز د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٤ ويکټو يې بريا خپله کړه.

که څه هم د ويسټ انډيز لومړني ٤ لوبغاړي ډېر ژر ژر اوټ شو او خاص منډې يې ترلاسه نه کړې، خو له هغه وروسته جرمين بلېکووډ ٩٥ او روسټون چيس ٣٧ منډې وکړې چې ويسټ انډيز يې بريا ته ورساوه.

د انګلستان له لوري جوفرا ارچر ٣ او بين سټوکس ٢ لوبغاړي وسوځول.

د يادولو وړ ده چې دا لوبې د اى سي سي ټېسټ چيمپينشپ سياليو کې شاملې دي. انګلستان او ويسټ انډيز به دويمه ټېسټ لوبه د جولاى په ١٦مه نېټه پيل کړي.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …