کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سعودي عربستان: د ١٦٠ هېوادونو وګړي د حج ادا کولو لپاره غوره شوي
کعبه

سعودي عربستان: د ١٦٠ هېوادونو وګړي د حج ادا کولو لپاره غوره شوي

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د ١٦٠ هېوادونو وګړي د حج لپاره غوره کړي دي، دا هغه کسان و چې د حج د ادا کولو لپاره يې غوښتنليکونه جمع کړي و، چې ياد وزارت تر ډېرې پلټنې وروسته پکې خلک غوره کړي دي.

د ټولنيزو رسنيو په ټويټر وېبپاڼه کې حرمين شريفين ليکلي دي، چې د حج او عمرې وزارت د ١٦٠ هېوادونو وګړي، چې په سعودي عربستان کې اوسېږي، د هغه حج لپاره غوره کړي دي.

دوى وايي، چې دغه خوشبخته کسانو ته به د اېس اېم اېس يا پېغام له لارې خبر ورکړل شي.

د عرب نيوز د راپور په وېنا، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت وايي، چې دوى دا غوښتنليکونه په دقيق ډول کتلي دي او د خلکو روغتيا ته يې تر ټولو زيات اهميت ورکړى دى.

د حج لپاره د غوښتنليکونو ورکولو لپاره د جولاى ١٠مه نېټه ټاکل شوې وه او ښې روغتيا ته پکې لومړيتوب ورکول شوى و.

هغه کسان چې سږکال کې حج ادا کوي، ٧٠ سلنه به يې د نورو هېوادونو وګړي وي چې په سعودي عربستان کې ژوند کوي او ٣٠ سلنه به د سعودي عربستان خپل خلک وي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د ٢٨ ذيقعد څخه تر ١٢ ذي الحج پورې به پرته له اجازې هېڅوک منى، مزدلفه او عرفات کې د حج ځايونو ته نه شي ورتللى او که څوک لاړل، نو ١٠ زره سعودي رياله به جريمه کېږي.

همدا راز که چا د دويم ځل لپاره سرغړونه وکړه، نو پر هغوى به جريمه هم دوه دومره زياته شي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د مقدسو ځايونو پر لور تلونکو لارو کې به امنيتي کسان ولاړ وي او هېڅوک به دې ته پرې نه ږدي چې له قانون سرغړونه وکړي.

د يادولو وړ ده چې د سعودي عربستان حکومت د جون په ٢٤مه نېټه اعلان کړى و چې د کورونا له امله به سږکال ډېرو کمو خلکو ته، چې په سعودي کې ژوند کوي د حج کولو اجازه ورکړل شي.

د حج او عمرې وزارت په خپله يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې کورونا د بېروبار له امله ډېره خپرېږي او له همدې امله دوى پرېکړه کړې ده چې سږکال به په حج کې ډېر لږ خلک ګډون وکړي.

دوى وايي، چې د حج پر مهال به د خلکو د روغتيايي خونديتوب لپاره ټول احتياطي تدابير عملي کېږي، د خلکو ترمنځ به ټولنيز واټن او نورې احتياطي چارې عملي شي.

د يادولو وړ ده چې هر کال شاوخوا دوه نيم ميليونه مسلمانان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي، خو سږکال به د سعودي پرته له بل هېڅ هېواد څخه څوک د حج لپاره لاړ نه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

نريندرا مودي

مودي د بابري جومات په ځاى د رام مندر د بنسټ ډبره کېښوده

د هند لومړي وزير نريندرا مودي نن د تاريخي بابري جومات په ځمکه د رام …