کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ تر ټولو ارزانه برقي موټر
برقي موټر١

د نړۍ تر ټولو ارزانه برقي موټر

په چين کې يو داسې کم قيمته يا ارزانه برقي موټر جوړ شوى دى، چې که تاسې د ګرانبيه موټرو د اخيستلو وس نه لرئ، نو دا برقي موټر په انلاين بڼه اخيستلى شئ.

که غواړئ چې دا ارزانه برقي موټر ترلاسه کړئ، نو د لږو پېسو په بدل کې يې په انلاين بڼه اخيستلى شئ او ستاسې کور ته به دا برقي موټر رارسول کېږي.

د اوډيټي سينټرل د راپور په وېنا، د موټرو جوړونکي يو چينايي شرکت د (چينګ لي) يا (چينګ لي نيميکا) په نوم داسې کم قيمته برقي موټر جوړ کړى دى، چې بيه يې ٩٣٠ امريکايي ډالر ده، خو که د لويو بيټريو موټر اخلئ نو بيا د هغې بيه ١٢٠٠ امريکايي ډالر ده.

د دې برقي موټر د ترلاسه کولو لپاره انلاين وړانديز کولاى شئ او دوى به موټر ستاسې کور ته رارسوي.

برقي موټر

دا برقي موټر د ٣٠ کلو متره في ساعت مزل کوي او د دې بيټري له ٧ څخه تر ١٠ ساعتونو پورې چارج کېږي.

په دې برقي موټر کې ايرکنډېشن، هيټر، راډيو او شاته د کتلو لپاره کمرې په څېر ډېر شيان شتون لري.

دا برقي موټر دوه نيم متره اوږد، يو نيم متر پلن او ١.٨ متره اوږدوالى لري، دا موټر ٣٢٣ کلو وزن لري او همدا راز ٣٠٠ کلو وزن نور هم زغملى شي.

په دې برقي موټر کې د څوکيو والا هم شته دي، خو دا بيا له دې نورو ګران دي، د درې څوکيو والا برقي موټر په ١٥٠٠ امريکايي ډالر باندې پلورل کېږي.

د برقي موټر (چينګ لي) اخيستل ډېر اسانه دي، تاسې کولاى شئ چې د مشهورې وېبپاڼې علي بابا څخه يې په انلاين بڼه واخلئ، دوى دا موټر ستاسې تر کوره پورې رارسوي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …