کورپاڼه / بېلا بېل / د خلکو د لوټلو لپاره يو ځوان جعلي بانک جوړ کړى
جعلي بانک

د خلکو د لوټلو لپاره يو ځوان جعلي بانک جوړ کړى

په هند کې يو ځوان چې له بېکارۍ څخه په تنګ و، د پېسو پېدا کولو لپاره د دوکې او غلا پخوانۍ طريقو پر ځاى په يوه نوې طريقه کار وکړ او روغ جعلي بانک يې جوړ کړ.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، دغه ځوان د خلکو د لوټلو او پېسو پېدا کولو لپاره دومره جالبه لار خپله کړه، چې د هند د دولتي بانک يوه جعلي څانګه يې جوړه کړه، چې د راز له ښکاره کېدو مخکې يې درې مياشتې د بانک دا څانګه فعاله ساتلې وه.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د هند په تامل ناډو رياست کې د کمال بابو په نوم يو ځوان له بېکارۍ ډېر په تنګ شو او د پېسو ګټلو لپاره يې د خپلو ملګرو په مرسته د جعلي دولتي بانک يوه څانګه جوړه کړه.


پوليس وايي، د دغه ځوان د جعلي بانک د څانګې په اړه د دغه بانک يوه اصلي کارکوونکي معلومات ترلاسه کړل او اړونده ادارو ته يې معلومات ورکړل، چې په سيمه کې يو کس د دولتي بانک جعلي څانګه پرانيستې ده، چې پوليسو بيا چټک ګامونه پورته کړل او د کمال بابو په ګډون د هغه دوه نور ملګري يې هم لاس په لاس ونيول.

پوليسو رسنيو ته ويلي دي، چې د کمال بابو مور په بانک کې دنده درلوده او دوه کاله مخکې يې تقاعد اخيستى و، نو هلک د بانک په اړه ډېر معلومات درلودل او همدا لامل شو چې د بانک جعلي څانګه يې پرانيستې وه.

د دغه خبر له خپرېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې هم پرې خلکو بېلا بېلې تبصرې کړې دي، ځينو خلکو په دې کار ډېره حېرانتيا ښکاره کړې ده چې درې مياشتې څنګه د بانک دا څانګه دې خلکو وچلوله، يو کس خو ليکلي دي چې د هندي فلمونو لپاره يوه نوې او په زړه پورې کيسه هم پېدا شوه، همدا راز يو کس ليکلي دي، چې د خلکو د لوټلو ډېره جالبه طريقه، چې هيڅوک به يې په اړه فکر هم ونکړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …