کورپاڼه / بېلا بېل / د ايا صوفيه په جومات بدلېدل او د عيسايانو د مشر غبرګون
ايا صوفيه

د ايا صوفيه په جومات بدلېدل او د عيسايانو د مشر غبرګون

د ترکيې حکومت تاريخي ودانۍ يا ميوزيم ايا صوفيه په جومات د بدلولو پرېکړه کړې ده او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په وېنا، په دغه جومات کې به د جولاى په ٢٤مه نېټه په جمعه لمونځ پيل شي.

که يو لوري ته د ترکيې حکومت په دې کار مسلمانانو خوښي ښکاره کړې ده، نو بل لوري ته بيا عيسايانو دا پرېکړه غندلې ده او د عيسايانو مشر هم په دې خواشيني څرګنده کړې ده.

د کاتوليکانو عيسايانو مشر پاپ فرانسس ويلي دي، چې له کليسا څخه د جومات جوړولو د ترکيې دې پرېکړې سخت خواشينى کړى دى او ځورېږي. هغه له ترکيې څخه غوښتنه کړې ده چې خپله دا پرېکړه دې بېرته واخلي.

همدا راز په ترکيه کې هم يو شمېر عيسايانو بيا د ولسمشر اردوغان په دې پرېکړه خپګان ښکاره کړى دى او غوښتنه يې کړې ده چې دا پرېکړه دې بېرته واخيستل شي.

دا ايا صوفيه ودانۍ ١٥٠٠ کاله تاريخ لري، دا ډېره لرغونې ودانۍ ده او ويل کېږي چې دا په اصل کې يوه کليسا وه چې هغه مهال جوړه شوې وه، وروسته بيا د عثماني واکمنۍ پر مهال هم دا ودانۍ يو ځل په جومات بدله شوې وه.

دا ودانۍ چې له ډېر وخت راهيسې د ميوزيم په ډول کارېدله او سېلانيان يې ليدو ته ورتلل، د عيسايانو او مسلمانانو لپاره ارزښت لري، خو د ترکيې ولسمشر وايي، چې په دې پرېکړې سره يې خپل ملي حاکميت تمثيل کړ.

بل لوري ته به د ملګرو ملتونو د يونيسکو ادارې ويلي دي، چې دوى به د ايا صوفيه ودانۍ په اړه خپله ارزونه ژر ترسره کړي. دا اداره د کلتوري ميراثونو د ساتنې اداره ده.

د يادولو وړ ده چې د ترکيې يوې محکمې تېره اونۍ پرېکړه کړې وه، چې ايا صوفيه ودانۍ دې په جومات بدله کړاى شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ

هغه پاکستانۍ نجلۍ چې په ٢ مياشتو کې يې ١٢ ودونه وکړل

په اسلام کې نارينه ته د ٤ ودونو اجازه ده، خو بيا هم تر ډېره …