کورپاڼه / کرکټ / کريم صادق د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب سره د کرکټ په اړه خبرې کړي
حمدالله محب او کريم صادق

کريم صادق د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب سره د کرکټ په اړه خبرې کړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني پيليز توپوهونکي کريم صادق د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب سره ليدلي دي او د کرکټ په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

که څه هم دا جزييات نه دي ورکړل شوي، چې کريم صادق د کرکټ په اړه له حمدالله محب سره څه خبرې کړي او څه مشورې يې ورسره شريکې کړې دي، خو داسې ښکاري چې کريم صادق حتماً د کرکټ بورډ د روانو جنجالونو او نيوکو په اړه له حمدالله محب سره غږېدلى دى. همدا راز حمدالله محب بيا د کريم صادق د کرکټ لپاره خدمتونه هم ستايلي دي.

د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي هستي ګل عابد په خپله فېسبوکپاڼه کې د دغه ليدنې يو عکس خپور کړى دى او ورسره ليکلي يې دي: ((د امنيت د شورا له دروند مشر حمدالله محب صېب سره مو وليدل. محب صېب سره مو د هېواد د سولې په هکله او د کرکټ په اړه خبرې او مشورې شريکې کړې. ياده ناسته کې د امنيت شورا رييس د کريم صادق د کرکټ د ژوند کړنې وستايلې.))

د يادولو وړ ده چې کريم صادق څه وخت مخکې له يوې راډيو سره په خپله مرکه کې د کرکټ بورډ پر مشرتابه نيوکې کړې وې او له ولسمشر څخه يې غوښتنه کړې وه، که چېرته د کرکټ بورډ عمومي رييس يې کړي، نو له هغه وروسته به له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړي.

خو څو اونۍ مخکې نوموړي په يوه بله مرکه کې وويل، چې هغه غواړي له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړي او خپل ځاى ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي.

نوموړي همدا راز ويلي و، چې غواړي د ځوانو لوبغاړو د روزنې په برخه کې کار وکړي او ځوان استعدادونه چې پاملرنه ورته نه کېږي، رامخې ته کړي.

همدا راز د فېسبوک په ځينو تبصرو کې هغه د کرکټ بورډ د اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي څخه غوښتي و، چې ښه به ورته دا وي چې په خپله استعفا ورکړي.

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د کرکټ بورډ پر مشرتابه نيوکې زياتې شوې دي. همدا راز پر لطف الله ستانکزي بيا په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې نيوکې کېږي او ويل کېږي چې د هغه د دندې يو کال پوره شو، خو هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …