کورونا ويروس چې ټوله نړۍ يې اغېزمنه کړې ده، د هر هېواد خلک د دې ويروس د مخنيوي لپاره بېلا بېلې لارې لټوي، خو اندونېزيا کې بيا خلکو د کورونا ويروس لپاره د داسې يوې جالبې لارې تابيا کړې ده، چې حېرانه به شئ.
د رسنيو د راپورونو په وېنا، د اندونېزيا په يوګيا کارټا کې د جاواساټرا کلتوري بنسټ له لوري يوه نړيواله مسابقه جوړېږي، چې خلکو ته پکې ويل شوي دي چې پر کورونا ويروس د زړه يخوولي لپاره دې کورونا ويروس ته کنځاوې وکړي.
د دغه مسابقې جوړونکي وايي، چې زموږ زړونه له جذبو او احساساتو ډک دي، موږ له يو مشکل سره مخ يو او د دې مشکل پر وړاندې زموږ په زړونو کې ډېره غصه ده، نو په همدې خاطر موږ د دې مسابقې تابيا کړې ده.
په راپورونو کې ويل شوي دي، که د دې مسابقې اتلولي چا خپله کړه نو هغه ته به د (پاچا ته د کنځلو وياړ) لقب ورکړل شي او همدا راز هغه کس ته به د کافي يوه ډبه، درې کتابونه او همدا راز د کنځلو د مسابقې ګټلو ستاينليک، يو بنيان او د ورځني کارولو شيان او يو لايټر هم ورکول کېږي.
په يوه ويډيو کې يو کس بيا په جيونيس ژبه کې کورونا ويروس ته کنځلې کوي، هغه وايي: ((کورونا ويروسه! ته سپى يې، تا زما د ملګرو کاروبار خراب کړى دى، اوس هغه ټول بېکاره دي.))
د دغه کس دا ويډيو بيا په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس کېږي.
د اندونېزيا په ټولنيزو سنيو کې د کنځلو د دې مسابقې په تړاو هم بېلا بېل نظرونه دي. ځينې کسانو دا ډېره جالبه او ځينو بيا مسخره ګڼلې ده، خو ځينو کسانو بيا د دې ملاتړ کړى دى.
د يادولو وړ ده چې په اندونېزيا کې د کورونا ويروس د اغېزمنو کسانو شمېر له ٧٥ زرو څخه پورته شوى دى.