کورپاڼه / خپلواک / په پاکستاني فلم (دُرج) بندېز ولګېد
شمعون عباسي

په پاکستاني فلم (دُرج) بندېز ولګېد

خپلواک وېبپاڼه (١ اکتوبر ٢٠١٩): پاکستانى فلم (دُرج) چې په روانه مياشت کې نندارې ته وړاندې کېده، د پاکستان د سانسور ادارې له لوري پرې بندېز لګېدلى دى.

د دغه فلم جوړونکي او مرکزي اداکار شمعون عباسي تېره ورځ په ټولنيزو رسنيو د فلم د نندارې ته وړاندې کېدو نېټه اعلان کړې وه او ويلي يې و، چې د پاکستان په سينما کې به په لومړي ځل خلک يو ډېر بدل فلم وګوري.

د نوموړي دغه فلم د روان کال د اکتوبر په ١١مه نېټه په ټوله نړۍ کې نندارې ته وړاندې کېده، همدا راز د اکتوبر په ١٨مه نېټه بيا په پاکستان کې نندارې ته وړاندې کېده او دا فلم به په نړيوال فلم فيسټيوال کانز کې هم ننداره کېده.

خو په (دُرج) فلم تازه د پاکستان سانسور ادارې بندېز لګولى دى او د بندېز هېڅ لامل يې هم نه دى روښانه کړى.

شمعون عباسي رسنيو ته ويلي و چې د (دُرج) فلم د ثبت پر مهال ډېرو ممثلينو په دغه فلم کې کار پرېښى و، ځکه په ډېرو کسانو کې دومره طاقت نه و چې په غرونو او سخته ګرمۍ کې د فلم ثبت وکړي او ډېرو کسانو هېڅ يقين نه درلوده چې موږ به د يوه داسې فلم په جوړولو بريالي شو.

د يادولو ده چې د (دُرج) فلم ډايريکټر هم شمعون عباسي دى او کيسه يې هم هغه په خپله ليکلې ده، همدا راز په مرکزي رول کې هم په خپله راڅرګند شوى دى او په نورو اداکارانو کې ورسره بيا مايره خان، شيري شاه، نعمان جاوېد او نورو کار کړى دى.

دا فلم د ادم خورو انسانانو په ژوند جوړ شوى دى، چې د فلم د ډايريکټر په وينا، تر دې مخکې په داسې کومه کيسه هېڅ فلم نه دى جوړ شوى، هغه وايي د فلم د کيسې رښتيا کولو لپاره دوى څو مياشتې څېړنه ترسره کړې او همدا راز په غارونو کې د اوسېدونکو انسانانو سره يې وخت تېر کړى او په غرونو کې هم پاتې شوي دي، تر څو د ادم خورو انسانانو ژوند په سمه توګه وښايي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …