کورپاڼه / کرکټ / کرکټ بورډ هستي ګل عابد د فساد په تور له دندې ليرې کړ
هستي ګل عابد

کرکټ بورډ هستي ګل عابد د فساد په تور له دندې ليرې کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى، د کرکټ بورډ د کورني کرکټ پخوانى مدير او ملي روزونکى هستي ګل عابد د فساد په تور له دندې ليرې شوى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي: ((د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د کورني کرکټ پخوانی مدیر هستي ګل عابد د ۲۰۱۸م کال د غازي امان الله خان په لېسټ اې لوبو کې د جعلي لاسلیکونو، له لوبغاړو د مالیې ګرځولو او جېب ته اچولو، لوبغاړو ته د پيسو د نه ورکړې او په فساد کې د ښکېلتیا له امله له دندې ګوښه کړل شو.))

کرکټ بورډ په دغه خبرپاڼه کې ويلي: ((هستي ګل تر دې مهاله له ادارې سره د ملي روزونکي په توګه دنده ترسره کوله چې له دې وړاندې یې له افغانستان کرکټ بورډ سره د کورني کرکټ د مسوول او په نورو بېلابېلو برخو دندې ترسره کړې دي.))

په خبرپاڼه کې زياته شوې ده: ((یاده پرېکړه د بشري سرچینو د اصولو د شپږمې مادې پر بنسټ نیول شوې چې پر بنسټ یې باید په فساد او اړوند مواردو کې د ښکېلتیا له امله د ادارې کارکوونکی له دندې ګوښه کېدلی شي.))

د افغانستان کرکټ بورډ زياتوي: ((باید وویل شي چې هستي ګل عابد په خپله هم پر پورته ذکر شوو مواردو اعتراف کړی او په یاد فساد کې ښکېلتیا یې منلې ده.))

د افغانستان کرکټ بورډ وايي: ((د یادولو ده چې افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې مبارزې ته په بشپړه توګه ژمن دی او په اداره کې د بشپړې روڼتیا لپاره ورته ګامونه اخیستل اړین او خپل لومړیتوب بولي.))

د يادولو وړ ده چې ٣٦ کلن هستي ګل عابد د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ٢ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ګډون کړى دى. هغه په دغه دوه لوبو کې ٣ لوبغاړي سوځولي او همدا راز ٢٣ منډې يې هم ترلاسه کړې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …