کورپاڼه / کرکټ / هستي ګل عابد: د کرکټ بورډ يو مشر لسو ته پړس وايي او بل بلېک لېسټ دى
هستي ګل عابد، فرهان يوسفزى او لطف الله ستانکزى

هستي ګل عابد: د کرکټ بورډ يو مشر لسو ته پړس وايي او بل بلېک لېسټ دى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى او د ملي لوبډلې اوسنى روزونکى هستي ګل عابد، چې تازه کرکټ بورډ له دندې ليرې کړ، وايي خوشحاله دى چې د کرکټ بورډ د قرارداد له بنده خلاص شو.

نن د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې وويل، چې هستي ګل عابد د ٢٠١٨ کال د غازي امان الله خان په لېسټ اې لوبو کې د جعلي لاسليکونو، له لوبغاړو د ماليې ګرځولو او جېب ته اچولو، لوبغاړو ته د پېسو د نه ورکړې او په فساد کې د ښکېلتيا له امله له دندې ګوښه شو.

خو د کرکټ بورډ د يادې پرېکړې په غبرګون کې هستي ګل عابد په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي، چې (د کرکټ بورډ مشران) د خپلې ادارې له پالېسۍ نه ناخبره دي، چې اداري کس ته په يوه تېروتنه درې ځلې وارننګ خط ورکول کېږي.

هغه ليکي، چې دوى (کرکټ بورډ مشرتابه) باندې هېڅ د چا خدمات نه دي معلوم، شخصيت کشه او انتقام جويه خلک دي. هستي ګل عابد وايي، چې هغه ته يې د ٢٠١٨ کال د غازي امان الله خان سيالۍ بهانه کړې او د منفکۍ خط يې ورته ولېږلو.

هستي ګل عابد ليکي: ((په هغه سياليو کې موږ لوبغاړو ته هغه ټول حقونه ورکړي و، کوم چې نړيواله شورا او فولممبر هېوادونه يې اوله درجه لوبو ته ورکوي.))

نوموړي په خپل فېسبوک کې ليکي، چې زه خوشحاله شوم چې ستاسو د قرارداد له بنده خلاص شوم، يو کال کې ما تاسو کې يو مشر ونه ليدو او نه مې په مشرتوب ومنلئ، ځکه چې يو لسو ته پړس وايي او بل خو خپله يو بلېک ليسټ سړى دى.

هستي ګل عابد وايي، چې هغه د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب سره د ليدو پوسټ نه يو ساعت وروسته کرکټ بورډ له دندې ليرې کړ او د منابع بشري څانګې ورته د منفکۍ خط په وټساپ کې ورولېږلو.

د يادولو وړ ده چې نن هستي ګل عابد په خپل يو پوسټ کې ويلي و، چې ده او کريم صادق له حمدالله محب سره وليدل او حمدالله محب د کريم صادق د خدماتو ستاينه وکړه او همدا راز دوى له هغه سره د کرکټ په اړه هم خبرې او مشورې وکړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …