کورپاڼه / بېلا بېل / پاکستان کې دوه نجونو په خپل منځ کې واده کړى دى
پاکستانۍ نجونې

پاکستان کې دوه نجونو په خپل منځ کې واده کړى دى

په پاکستان کې دوه نجونو په خپل منځ کې واده کړى دى. ويل کېږي يوې نجلۍ له ځانه هلک جوړ کړى و او په محکمه کې يې له خپلې ملګرې سره واده وکړ.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان په پېنډۍ ښار کې دوه نجونو په محکمه کې واده کړى دى. د يوې نجلۍ نوم عاصمه او د بلې نوم نيها دى.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې دواړو نجونو په محکمه کې واده کړى دى او د نکاح لپاره يوې نجلۍ خپل نوم بدل کړى دى. دغه نجلۍ محکمې ته داسې اسناد هم وړاندې کړي دي، چې د هغې له مخې دې نجلۍ خپل عمليات کړي دي او له ځان څخه يې هلک جوړ کړى دى.

دغه نجلۍ چې نيها نومېږي، د پاکستان د احصاييې ادارې څخه هم د خپلې تذکرې يا شناختي کارټ کې نوم بدل کړى دى او د نيها پر ځاى يې پر ځان اکاش نوم ايښى دى.

خو بل لوري ته بيا د عاصمې پلار په محکمه کې عريضه کړې ده، چې لور يې له يوې بلې نجلۍ سره واده کړى دى او د دغه نجلۍ د عملياتو او له نجلۍ څخه ځان هلک ته د بدلولو خبره درواغ ده.

په راپورونو کې ويل شوي دي چې محکمې دواړه نجونې د جولاى په ١٥مه نېټه محکمې ته غوښتې دي. د دوى نکاح له حکومت سره راجستر ده او دواړه نجونې د ټېکسلا اوسېدونکې دي.

په عريضه کې ويل شوي دي، چې دغه دواړو نجونو واده کړى دى، چې دا کار په اسلام مبارک کې دين کې جايز نه دى او زموږ دين هيچا ته د داسې کار کولو اجازه نه ورکوي.

که څه هم محکمې ته ويل شوي دي چې په پاکستان کې دا لومړى ځل دى چې يوه نجلۍ له بلې سره واده کوي، خو تر دې مخکې هم په پاکستان کې داسې پېښې شوې دي. همدا راز يو شمېر پاکستاني نجونو بيا په بهر کې په خپل منځ کې سره ودونه کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

هندواڼې

په ٦٠ ثانيو کې په سر د ايښودل شويو هندواڼو نړيوال ريکارډ جوړ شو

د مالېزيا اوسېدونکي په ٦٠ ثانيو کې د ٥٠ هندواڼو پرې کولو نړيوال ريکارډ جوړ …